د زبورونو کتاب

اته دېرشم زبور

د ځورېدلي رنځور دعا

(د داود زبور په کوم کې چې هغه د خدای څخه غواړي چې په یاد یې وساتي)

۱ کله چې ته په قهرېږې ای څښتنه نو ما مه رټه

په خپل غضب سره دې ماته سزا مه راکوه

۲ په خپلو غشو دې زخمي کړمه زه

او په خپل لاس باندې دې ووهلم

۳ زما بدن کې روغ ځای نشته ستا د قهر له لاسه

حتی هډوکي مې خوږیږي د ګناه له لاسه

۴ زه د خپلو ګناهونو په دریاب کې یم ډوب شوی

هغه دي دومره درانه چې وړلی یې نه شم

۵ په سبب زما د خپلې بې‌عقلۍ

پرهارونه مې خوسا شول بوی ترې خېژي

۶ زه کړوپ شوی یمه زه یم ځپل شوی

ټوله ورځ زه ویر کومه

۷ زه له تبې نه خوټېږم

زما بدن کې روغ ځای نشته

۸ زه له کاره یم لوېدلی او بیخي یمه مات شوی

زما زړه دی ناقراره او له درده زګېروي کړمه

۹ ای څښتنه، ته پوهېږې چې زه څه ارمان لرمه

ټول زګېروي ته زما اورې

۱۰ زړه مې درزیږي او قوت رانه لاړ

زما د سترګو دید کمزوری شولو

۱۱ نه رانژدې کیږي په سبب د ناروغۍ راته

ټول زما ملګري او دوستان زما

حتی تر دې چې خپل خپلوان هم رانه لېرې ګرځي

۱۲ هغوی چې غواړي چې ما مړ کړي راته ږدي دامونه

هغوی چې غواړي راته ورسوي زیان

د بربادۍ کوي ګواښونه راته

ټوله ورځ دوی دسیسې جوړوي او دروغ وایي

۱۳ خو زه د هغه کوڼ په شان یم چې څه نه اورمه

او د هغه ګونګ په شان یم چې هېڅ نه کوي خبرې

۱۴ زه یم د هغه چا په څېر چې خپله دفاع کې

نه شي دلیل ویلی ځکه چې نه اوري

۱۵ خو تا باندې باور لرم څښتنه

او ای زما څښتنه خدایه، راکوې به ته ځواب

۱۶ سوال مې وکړ: «مه پرېږده دښمن زما

چې وکړي خوشحالي زما په غم باندې

مه پرېږده هغوی چې لافې ووهي

زما په ناکامۍ او بدبختۍ باندې»

۱۷ یمه نژدې چې زه راپرېوځمه

مدام دي مل راسره زما دردونه

۱۸ زه اقرار کوم د خپلو ګناهونو

یمه پرېشانه زه د خپلو ګناهونو له امله

۱۹ دښمنان زما قوي او صحتمند دي

هغوی ډېر دي چې کوي کرکه له ما نه بې‌سببه

۲۰ هغه خلک چې بدي کړي د نېکۍ په بدله کې

هغوی دي زما په ضد

ځکه زه کړمه کوښښ چې نېک کار وکړم

۲۱ ته ما مه پرېږده څښتنه

لېرې کېږه مه له ما نه زما خدایه!

۲۲ زر راشه کومک وکړه زما سره

ای څښتنه ته زما یې خلاصوونکی!