د زبورونو کتاب

اووه دېرشم زبور

د بدکارانو او نېکانو سرنوشت

(د داود زبور)

۱ په خاطر د بدکارانو اندېښنه مه کړه

څوک چې کړي غلط کارونه بخیلي ورسره مه کړه

۲ د واښو په شان به دا خلک زر وچ شي

داسې به مړاوي شي څنګه وچیږي چې شنه بوټي

۳ کړه توکل دې په څښتن کوه نېکي

نو خپل وطن کې دې اوسېږه خوند د امن اخله

۴ لټوه ته خوشحالي دې په څښتن کې

هغه به ستا د زړه ارزو کړي پوره

۵ خپله لاره دې ته وسپاره څښتن ته

وکړه توکل په هغه باندې وبه کړي مرسته ستا

۶ کړي به سهار په څېر روښانه نېکي ستا

وځلوي به دې انصاف غرمې د لمر په شان

۷ اوسه غلی د څښتن په مخکې او انتظار وکړه په صبر سره

اندېښنه مه کړه د هغه چا په هکله چې خوشبخت دی

یا هغه چې دی کامیاب په خپلو بدو پلانو کې

۸ مه په قهرېږه غوسه کېږه مه

مه کړه اندېښنه ځکه بدۍ ته

به دې بوځي اندېښنه

۹ له منځه لاړ به شي ټول بدکاران

خو څوک چې کاندي توکل په څښتن

ځمکه به شي د هغوی

۱۰ په لږ وخت کې به شي ورک بدکاران

نه به پیدا کیږي که هرڅومره یې لټون کوې

۱۱ عاجزان به شي د ځمکې وارثان

د سوکالۍ او ارامۍ نه به خوندونه اخلي

۱۲ بدکاره خلک د نېکانو مقابل کې دسیسې جوړوي

او چیچي دوی ته د غوسې غاښونه

۱۳ خو څښتن کوي خندا په بدکارانو پسې

ځکه ویني څښتن ده راروانه د هغوی د سزا ورځ

۱۴ راوباسي خپلې تورې بدکاران

او راکاږي یې لیندې

چې عاجزان او محتاج خلک مړه کړي

چې کاندي قتل هغه خلک چې سم کارونه کوي

۱۵ د هغوی تورې غوڅوي به د هغوی زړونه

ماتې به لیندې شي د هغوی

۱۶ که وي کمه شتمني د نېک سړي

ډېرو بد کارو د دولت ځینې بهتره ده دا

۱۷ ځکه لاسونه د بد کارو به څښتن ورمات کړي

خو حمایه کړي د نېکانو خلکو

۱۸ هره ورځ څښتن ساتي نېک بندګان

تل مدام به وي د ځمکې وارثان

۱۹ د سختیو په وختونو کې به دوی شرمنده نه شي

هم به ماړه وي د قحطۍ په وخت کې

۲۰ خو بدکاران به مړه شي

دښمنان به شي تباه د څښتن

وحشي ګلانو په شان

شي به ورک لکه لوګي په شان

۲۱ بدکاران اخلي پورونه او بیا نه یې خلاصوي

خو نېکان ورکړه کوي په سخاوت

۲۲ چې د څښتن له خوا نه چا ته برکت ورکړل شي

ځمکه به دوی کړي خپله

خو په چا چې وي لعنت د هغه

هغوی به وشړل شي

۲۳ په هغه لار چې نېکان ځي ورباندې

کړي لارښوونه څښتن د هغوی

له هغه چا چې ډېر راضي وي څښتن ساتي هغوی

۲۴ که هغوی وغورځیږي پورته به شي

ځکه څښتن به هغوی ونیسي له لاسه ځینې

۲۵ له ځوانۍ نه بیا تر‌اوسه چې زه زوړ یم

ما هېڅکله نېکان خلک نه دي لیدلي

چې څښتن وي دوی پرې ایښي

یا یې کړی اولادونو وي ډوډۍ دپاره سوال

۲۶ همېشه هغوی سخیان وي

ورکوي نورو ته قرض

اولادونه د هغوی ګرځي سبب د برکت

۲۷ له بدۍ لېرې ګرځه او کوه نېکي

نو ته او ستا نسل به اوسئ

په دې خاوره کې تل

۲۸ مینه څښتن کوي انصاف سره

هغه نه پرېږدي خپل وفادار خلک

تر ابده هغوی ساتي

خو نسلونه د بدکارو به تباه شي

۲۹ نېکان به واک د ځمکې واخلي

په کې اوسي به تل

۳۰ د نېکو خلکو له خولې وځي د حکمت خبرې

وي یې په ژبه د انصاف خبرې

۳۱ هغوی زړه کې ساتي د خپل خدای قانون

ځکه یې پښې هېڅکله نه ښوییږي

۳۲ په نېکانو پسې څار کړي بدکاران

او کوښښ کوي د دوی د قتلولو

۳۳ خو څښتن به دوی پرېنږدي

چې دښمن ته په لاس ورشي

یا محکوم وګڼل شي په محکمه کې

۳۴ کوه توکل دې په څښتن باندې

او په حکمونو یې عمل کوه

ځمکه به درکړي تا به کړي سرلوړی

د بدکارانو تباهي به ته په خپله ګورې

۳۵ ما یو بدکاره او ظالم ولیده

لکه شنې ونې په شان

چې یې شاخونه او پاڼې خپرې کړي هر خوا

۳۶ خو چې وروسته تېرېدم زه

هغه نه ؤ هغه ځای کې

ما هغه ولټاوه خو نه شو پیدا

۳۷ نېکو خلکو ته پام وکړه

او صادقانو ته وګوره

خوښوي چې کوم خلک سوله

لري دوی به ښه راتلونکې

۳۸ خو ګناهکاران به ټول هلاک شي

اولاده د بدکارانو به تباه شي

۳۹ څښتن ژغوري نېکان

د سختیو په وختو کې یې څښتن وي پناه ځای

۴۰ څښتن کاندي له هغو سره کومک

او ورکوي ورته نجات

ورکوي خلاصون هغوی ته له بد کارو

ځکه دوی وروړي هغه لره پناه