د زبورونو کتاب

څلوېښتم زبور

د ستاینې سندره او د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ په صبر ما انتظار وکړ د څښتن کومک ته

بیا هغه راته غوږ کېښود او فریاد یې زما واورېد

۲ زه یې د مرګ له کندې وویستلم

زه یې له خټو او چکړو نه راوویستلم

هغه زه ودرولم ګټ باندې

او پښې زما یې کړلې ښې محکمې

۳ هغه زما په ژبه نوې نغمه راوستله

زمونږ خدای ته د ثنا سندره

ډېر به یې وویني او وبه ډار شي

توکل به وکړي په څښتن باندې

۴ هغه څوک دی بختور چې کړي توکل په څښتن

څوک چې نه ګرځي مغرورانو پسې

نه کړي هغه چا ته رجوع

چې عبادت کړي د دروغجنو خدایانو

۵ ډېر عجیبه کارونه تا دي مونږ ته کړي

ای زما څښتنه خدایه

هېڅوک نشته ستا په شان

زمونږ دپاره دې جوړ کړي عجیبه دي پلانونه

دومره زیات د هغو شمېر دی

نه شم خبرې زه کولای د هغو په هکله

۶ قربانۍ او نذرانې دې نه غوښتلې

نه دې اړتیا وه سوځېدونکو قربانیو

او د ګناهونو نذرانو ته

خو تا راکړي دي غوږونه چې زه واورم ستا امرونه

۷ نو ما وویل: ګوره، زه حاضر یم

زما په هکله لیکل شوي د تورات کتاب کې

۸ څنګه خوښیږي مې پوره چې ستا رضا کړمه

ای زما خدایه

دا ستا شریعت زه په خپل زړه کې ساتم

۹ څښتنه ما ستا د قوم غونډه کې

دا زېری ورکړ چې نجات راکوې

ته پوهېږې زه به هېڅکله بند نه کړم دا بیان

۱۰ ما په خپل زړه کې پټ ونه ساته

ستا د نجات زېری

ما همېش خلکو ته ویلي

چې ته څومره وفادار یې خپل قوم ته

او کوې ورسره مرسته

ستا د تلپاتې مینې او وفا په هکله

پاتې زه نه شومه خاموشه ستا د قوم غونډه کې

۱۱ دا خپل رحمت دې په ما مه بندوه ای څښتنه

ستا تلپاتې مینه او وفا دې همېشه وي زما ساتونکې

۱۲ ځکه زه یم ایسار کړی بې‌حسابه تکلیفونو

رانیولی یمه خپلو ګناهونو

د تېښتې لاره زه لیدلی نه شم

هغه دي زیات زما د سر له ویښتو

ما خپل همت بایللی

د مرستې دپاره دعا

(زبور ۷۰‏:‌۱‌‏-‌۵)

۱۳ مهرباني وکړه څښتنه ته مې خلاص کړه

ای څښتنه، زر کومک راسره وکړه

۱۴ هغوی چې هڅه کوي ووژني ما

هغوی دې ماتې مکملې سره مخ شي

وارخطا دې شي

چې زما په کړاوونو خوشحالي کړي

هغوی دې تېښتې سره مخ شي او رسوا دې شي

۱۵ څوک چې په ما باندې ملنډې وهي

له خپلې ماتې دې دوی وشرمیږي

۱۶ هغه ټول خلک چې کړي تا ته رجوع

شي دې خوشحاله او خوښي دې کړي له تا نه

هغه چې کړي مینه ستا د خلاصون سره

او دوی دې تل وایي:

څومره عظیم دی څښتن

۱۷ زه یم غریب او زه محتاج یمه

خو یم زه پاتې په نظر کې ستا

ته زما یې مددګار او خلاصوونکی

بیړه وکړه او کومک لره مې راشه زما خدایه