Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
یوڅلوېښتم زبور
د ناروغۍ په وخت کې دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
۱ بختور دی هغه څوک چې کوي فکر د غریبو په باره کې
څښتن خلاصون ورکوي ده ته د سختۍ وخت کې
۲ څښتن به وکاندي ساتنه د ده او وبه یې ساتي ژوندی
برکتي به کړي خپل وطن کې هغه
هغه به پرېنږدي چې خپل دښمن ته لاس ته ورشي
۳ څښتن به مرسته وکړي د ناروغۍ وخت کې له ده سره
او کړي به روغ د ده صحت بېرته
۴ ما وویل: څښتنه، ما باندې رحم وکړه راکړه شفا
ستا مقابل کې مې ګناه کړې ده
۵ بدې خبرې دښمنان مې کړي زما په هکله
وایي چې کله به مړ کیږي چې یې نوم ورک شي؟
۶ څوک چې کتلو ته راځي زما
هغوی نه دي اخلاصمن خلک
راټولوي زما په هکله هغوی بد خبرونه
بیا بهر وځي او هرچا ته دا خبرې کوي
۷ ټول دښمنان مې پس پسی کوي
په خپل منځ کې زما په هکله
دوی جوړوي پلان چې راته ورسوي زیان
۸ وایي هغوی چې دی اخته دی په وژونکي مرض
پورته به نه شي بیا له خپل ځایه څخه
۹ حتی تر دې چې اعتبار مې کاوه ډېر
په نژدې دوست باندې
هغه چې زما سره ډوډۍ خوړله
هغه زما په ضد راپورته شولو
۱۰ ای څښتنه، رحم وکړه په ما باندې
او ما ته بېرته راکړه ښه صحت
نو زه به واخلمه بدل له دښمنانو
۱۱ زه پوهېږم چې خوشحاله یې له ما نه
ځکه چې نه مومي دښمن بری په ما باندې
۱۲ راسره کړی دې کومک ځکه صادق یمه زه
په خپل حضور کې مې ساتې ته تر ابده پورې
۱۳ ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته
وکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورې
آمین! آمین!