Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
دري څلوېښتم زبور
د اندېښمن سړي د دعا پاتې برخه
۱ بېګناهي مې کړه ښکاره خدایه
بېدینه خلکو مقابل کې مې دفاع وکړه ته
له دروغجنو او بدکارو خلکو خلاص مې کړه ته
۲ ته ساتونکی یې زما زه دې ولې یم پریښی؟
د خپل دښمن له ظلمه ولې زه ویر کې یمه؟
۳ ته راواستوه خپل نور او حقیقت راته
چې راته لار وښایي
چې مې دوی راولي صهیون ته ستا سپېڅلي غره ته
او ستا خپل کور ته چې اوسېږې په کې
۴ زه به بیا ورشم د خدای د قربانۍ ځای ته
د هغه خدای چې یم خوشحاله ترې زه
زه غږومه به رباب او ستا ثنا به وایم
خدایه، زما خدایه
۵ ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟
دومره پرېشان ولې یم؟
باید په خدای باندې توکل ولرم
یو ځلې بیا به یې ثنا ووایم
ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما