د زبورونو کتاب

دري څلوېښتم زبور

د اندېښمن سړي د دعا پاتې برخه

۱ بې‌ګناهي مې کړه ښکاره خدایه

بې‌دینه خلکو مقابل کې مې دفاع وکړه ته

له دروغجنو او بدکارو خلکو خلاص مې کړه ته

۲ ته ساتونکی یې زما زه دې ولې یم پریښی؟

د خپل دښمن له ظلمه ولې زه ویر کې یمه؟

۳ ته راواستوه خپل نور او حقیقت راته

چې راته لار وښایي

چې مې دوی راولي صهیون ته ستا سپېڅلي غره ته

او ستا خپل کور ته چې اوسېږې په کې

۴ زه به بیا ورشم د خدای د قربانۍ ځای ته

د هغه خدای چې یم خوشحاله ترې زه

زه غږومه به رباب او ستا ثنا به وایم

خدایه، زما خدایه

۵ ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟

دومره پرېشان ولې یم؟

باید په خدای باندې توکل ولرم

یو ځلې بیا به یې ثنا ووایم

ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما