چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
دوه څلوېښتم زبور
دوهم کتاب
(زبور ۴۲ - ۷۲)
د اندېښمن سړي دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)
۱ لکه هوسۍ وي په ارمان کې د ویالو د اوبو
داسې ای خدایه، یمه ستا په ارمان
۲ ای ژوندی خدایه، زه د ستا د دیدار تږی یمه
کله به درشم ستا حضور کې عبادت به وکړم؟
۳ شپه او ورځ ژاړمه زه
اوښکې دي خوراک زما
دښمنان تل راته پېغور راکوي
چې ستا خدای چېرې دی؟
۴ زړه مې رامات شي چې رایاد کړم هغه تېر وختونه
چې د خدای کور ته به ورتلم له ګڼو خلکو سره
وو به خوشحال مونږ به ویلې د شکرانې سندرې
د دوی په مخکې به روان ومه زه
یوه داسې ګڼهګوڼه چې نیوه به یې جشن
۵ ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟
دومره پرېشان ولې یم؟
باید په خدای باندې توکل ولرم
یوځل بیا به یې ثنا ووایم
ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما
۶ زما زړګی ماتیږي
نو ځکه تا ته یمه لاس په دعا
په داسې حال کې چې زه دلته راګېر شوی یمه
یعنې چې سیند د اردن اخلي سرچینه له دې ځایه
دعا کوم دلته د حرمون له غره نه د میسعر له غره نه
۷ ستا پارېدلې څپې ما باندې واوختلې
لکه یو قهرېدلی دریاب یا غړمبېدونکی ابشار
۸ څښتن د ورځې راسره ښیي تلپاتې مینه
زه ورته وایمه د شپې سندرې
دعا کومه خدای ته زه چې یې ژوندون راکړی
۹ زه هغه خدای ته چې د ګټ په شان ساتونکی مې دی داسې وایم:
زه دې ولې یم هېر کړی د خپل دښمن له ظلمه
ولې زه ویر کې یمه؟
۱۰ ان هډوکي مې ماتیږي چې دښمن راته پېغور کړي
تل دوی وایي ما ته داسې چې ستا خدای چېرې دی؟
۱۱ ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟
دومره پرېشان ولې یم؟
باید په خدای باندې توکل ولرم
یو ځلې بیا به یې ثنا ووایم
ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما