چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
څلورڅلوېښتم زبور
د خلاصون دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)
۱ زمونږ نیکونو ته تا کړي لوی کارونه دي
په پخوانۍ زمانه کې د هغوی، ای خدایه
چې په دې هکله اورېدلي دي مونږ
په دې هکله یې ویلي مونږ ته
۲ وشړل تا نور قومونه په خپل لاس باندې
تا مېشته کړلو خپل قوم د دوی خاوره کې
نورو قومونو ته دې څرنګه سزا ورکړله
تا په خپل قوم نېکمرغي راوستله
۳ فتح نه کړله دا خاوره قوم ستا په خپلو تورو
هغه یې ونه ګټله په خپل قوت باندې
د ستا په زور او په قوت یې هغه وګټله
ځکه په دې باندې ډاډه وو هغوی
چې ته وې مل ورسره
او هم ته ډېر وې د هغوی نه راضي
۴ ای خدایه! ته پاچا یې زما
ته ورکوې بری د یعقوب قوم ته
۵ ورکوو ماتې دښمنانو ته مونږ ستا په مرسته
خپل دښمنان پایمالوو مونږه د ستا په قدرت
۶ خپلې لیندې باندې تکیه نه کوم
نه مې په توره چې به خلاص کاندي ما
۷ خو تا له خپلو دښمنانو مونږه خلاص کړلو
چا چې له مونږه کړله کرکه دوی دې وشرمول
۸ مونږه به تل مدام ویل چې کوو فخر په تا
تر ابده به کوو مونږ ستا شکرونه
۹ خو اوس دې پرېښودو رسوا دې کړلو
زمونږ لښکرو سره نور ته نه ځې
۱۰ تا مجبور کړلو چې تېښته له دښمنه وکړو
څه چې زمونږه سره وو
لوټ کړل هغو چې کوي کرکه له مونږ
۱۱ تا پرېښودلو چې حلال شو د پسونو په شان
پردو قومونو کې دې مونږ خواره واره کړلو
۱۲ خپل قوم دې خرڅ کړ په کمه بیه
او دې خرڅلاو درته فایده ونه کړه
۱۳ ګاونډي ملکونه ګوري چې تا څه وکړل زمونږه سره
دوی وهي په مونږ ملنډې او کوي خندا راپورې
۱۴ په قومونو کې دې مونږه مسخره کړو
له تحقیره خوځوي راته سرونه
۱۵ مدام رسوا یمه زه او په شرمو پټ یمه زه
۱۶ اورو مونږ د دښمنانو پېغورونه
وینو مونږ خپل دښمنان او غچ اخیستونکي
۱۷ دا هر څه وشول په مونږ
خو ته مو هېر نه کړلې
تا چې کړی ؤ کوم لوظ مونږ سره
مونږه مات کړی نه دی
۱۸ بېوفا نه یو تا ته
د ستا له لارې ګرځېدلي نه یو
۱۹ خو تا مونږ پرېښودو بېوسه
د سورلنډیانو منځ کې
تورو تیارو کې دې مونږ پرېښودلو
۲۰ که مونږ خپل خدای ته بس کړی عبادت وای
او پردي خدای ته مو دعا کړې وای
۲۱ ته په رښتیا به پوهېدلی وای پرې
ځکه خبر یې په رازونو د زړه
۲۲ مونږه له مرګه سره مخ یو هر وخت ستا په خاطر
مونږه ګڼي هغو پسونو په شان، وي چې حلالې دپاره
۲۳ شه رابېداره ای څښتنه! ته ویده ولې یې؟
ته رابېدار شه! تر ابده مونږه مه ردوه
۲۴ ولې پټوې مخ دې زمونږ ځینې؟
هېروې ولې تکلیفونه او مصیبتونه زمونږ؟
۲۵ مونږ رالوېدلي یو په ځمکه باندې
مونږ مغلوب شوي یو پراته خاورو کې
۲۶ پورته شه، زمونږ کومک ته راشه
مونږ ته نجات راکړه په خاطر د تلپاتې مینې