د زبورونو کتاب

اووه څلوېښتم زبور

خدای د جهان پاچا دی

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)

۱ ای ټولو خلکو پړکوئ لاسونه

د خدای ثنا په خوشحالۍ او

لوړو چیغو وکړئ

۲ چې هیبتناکه دی څښتن تعالی

هغه ډېر لوی پاچا دی

کوي حکومت ټولې دنیا باندې

۳ نورو قومونو باندې مونږ ته یې بری راکړی

او هغه قومونه یې کړل زمونږ تر‌پښو لاندې

۴ ده غوره کړې ځمکه مونږ دپاره ویاړو پر دې

د یعقوب اولاده چې خدای کوي ورسره مینه

۵ وخاته خدای خپل تخت ته

وې هلته چیغې د خوښۍ

هلته غږونه د سرنو وو

چې څښتن پورته خېژي

۶ وایئ سندرې او ثنا خدای ته

وایئ سندرې او ثنا خپل شاه ته

۷ ځکه چې خدای د ټول جهان پاچا دی

ثنا یې ووایئ سندرې باندې

۸ خدای پاچاهي کړي ټولو قومونو باندې

خدای دی په خپل سپېڅلي تخت باندې ناست

۹ د قومونو رهبران دي راټول شوي په یو ځای

د ابراهیم د خدای د قومه سره

د دنیا ټول شاهان د خدای په واک کې دي

ځکه هغه دی ډېر لوړ خدای