چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
اووه څلوېښتم زبور
خدای د جهان پاچا دی
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)
۱ ای ټولو خلکو پړکوئ لاسونه
د خدای ثنا په خوشحالۍ او
لوړو چیغو وکړئ
۲ چې هیبتناکه دی څښتن تعالی
هغه ډېر لوی پاچا دی
کوي حکومت ټولې دنیا باندې
۳ نورو قومونو باندې مونږ ته یې بری راکړی
او هغه قومونه یې کړل زمونږ ترپښو لاندې
۴ ده غوره کړې ځمکه مونږ دپاره ویاړو پر دې
د یعقوب اولاده چې خدای کوي ورسره مینه
۵ وخاته خدای خپل تخت ته
وې هلته چیغې د خوښۍ
هلته غږونه د سرنو وو
چې څښتن پورته خېژي
۶ وایئ سندرې او ثنا خدای ته
وایئ سندرې او ثنا خپل شاه ته
۷ ځکه چې خدای د ټول جهان پاچا دی
ثنا یې ووایئ سندرې باندې
۸ خدای پاچاهي کړي ټولو قومونو باندې
خدای دی په خپل سپېڅلي تخت باندې ناست
۹ د قومونو رهبران دي راټول شوي په یو ځای
د ابراهیم د خدای د قومه سره
د دنیا ټول شاهان د خدای په واک کې دي
ځکه هغه دی ډېر لوړ خدای