چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
اته څلوېښتم زبور
صهیون یعنې د خدای ښار
(یوه سندره کومه چې د قورح د طایفې زبور هم دی)
۱ څښتن خدای دی لوی
هغه لایق دی د ثنا په هغه ښار کې
چېرې اوسیږي چې په خپل سپېڅلي غر باندې
۲ لوړ او ښایسته دی صهیون
د هغه لوی پاچا ښار چې خوشحالي راوړي ټولې نړۍ ته
دی د هغه لوړ غر په شان چې شمال کې پروت دی
۳ خلکو ته وښودله خدای چې خوندیتوب دی د هغه سره
په قوي کلاګانو د دې ښار کې
۴ سره راټول شول پاچاهان
چې د صهیون په غره حمله وکاندي
۵ خو چې یې ولیده هغه، نو حیران شول هغوی
او له وېرې وتښتېدل
۶ داسې درد او داسې لړزه ورباندې راغله
لکه چې ښځو باندې راشي د زېږون په وخت کې
۷ داسې نابود دې کړل هغوی
لکه شرقي باد چې کشتۍ د ترشیش ماتې کړلې
۸ مونږ وو اورېدلي هغو کارو په هکله
کوم چې کړي دي خدای، هغه مو اوس ولیدل
دا د مطلق قادر څښتن ښار کې د خپل خدای ښار کې
هغه به خوندي وساتي تل ترتله دغه ښار
۹ خدایه، ستا د کور په منځ کې
مونږ کوو فکر ستا د تلپاتې مینې
۱۰ نوم دې خپور شوی دی په ټول جهان کې
ځکه خلک هرځای کې ثنا وایي ستا
ته په انصاف سره حکومت کوې
۱۱ خوشحالي دې کوي د صهیون خلک
وي دې خوښي د یهودا کلیو کې
ځکه ته سم قضاوتونه کوې
۱۲ ای د خدای قومه، د صهیون په شاوخوا وګرځئ
تاسو حساب کړئ د هغه برجونه
۱۳ دېوالونو ته یې واچوئ په غور سره نظر
او امتحان یې کړئ جنګي کلاوې
راتلونکي نسل ته بیا تاسو ویلی شئ دا
۱۴ چې دغه خدای دی تل ترتله زمونږ خدای
رهنمایي به کوي زمونږ ټول عمر