چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
نهه څلوېښتم زبور
په شتمنۍ باندې د تکیه کولو کمعقلتوب
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)
۱ ای ټولو خلکو واورئ دا
غوږ شئ، د نړۍ ټولو اوسېدونکو
۲ ای غټانو او کوچنیانو
ای شتمنو هم خوارانو
۳ زه به کومه د حکمت خبرې
خلکو ته پوهه ورکوي د زړه بیان زما
۴ زه به خپل فکر اړومه متلونو لره
حلوم به معماګانې د رباب په اواز
۵ ولې وېرېږم به زه د خطر په وخت
کله چې زه شمه راګېر د شریرانو له خوا
۶ د داسې خلکو له خوا چې کړي توکل په دولت
او وهي لافې د ډېر زیات ثروت
۷ نه شي کولای هېڅوک چې کړي ادا د چا د سر بیه
هېڅوک خدای ته کفاره د چا د ژوند نه شي سپارلی
۸ ځکه ډېره قیمتي ده د انسان د ژوندون بیه
څه چې څوک ادا کوي هغه هېڅکله کافي نه دي
۹ چې څوک وساتي له مرګه
چې ژوندی وي تل ترتله
۱۰ هرڅوک ویني چې مړه کیږي هوښیار خلک هم
همدارنګه سادهګان او بېعقلان هم
بیا نورو ته پرېږدي هغوی دولت خپل
۱۱ تل ترتله دي قبرونه کورونه د دوی
هلته اوسیږي به دوی ټولو نسلونو پورې
که څه هم هغوی لرلې ځمکې یو وخت په خپل نامه
۱۲ شان او شوکت د انسان نه شي خلاصولی دی له مرګه
څاروي چې مري هغه به هم مړ کیږي
۱۳ دا دی د هغو سرنوشت چې کړي توکل په خپل ځان
او د هغو د پیروانو چې باور کوي د دوی په بیان
۱۴ هغوی به مړه شي لکه چې مري پسونه
مرګی به وي د دوی شپون
نېکان به کړي په دوی حکومت سبا ته
خپلو کورونو څخه لېرې په قبرونو کې به
خوسا شي زر د هغو خلکو مړي
۱۵ خو خدای به ما لره خلاصون راکوي
هغه به کش کړي ما د مرګ له پنجو
۱۶ ته مه ډارېږه که یو څوک شي شتمن
شان او شوکت د هغه د کور چې شي زیات
۱۷ کله چې مړ شي هغه نه شي وړی له ځانه سره
ده سره لاړ به نه شي قبر ته شان او شوکت د هغه
۱۸ که څه هم هغه په ژوند کې بختور ګڼي خپل ځان
صفت یې کیږي ځکه کامیاب وي په هر کار کې هغه
۱۹ دی به په مرګ کې شي یوځای خپلو نیکونو سره
هغوی به هېڅکله رڼا نه ویني
۲۰ انسان لري شان او شوکت خو هغه نه پوهیږي
چې شي به مړ لکه څارویو په شان