د زبورونو کتاب

نهه پنځوسم زبور

د دښمنانو څخه د خلاصون دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور، وروسته د هغې چې شاوول سړي ولېږل چې د داود کور وڅاري ترڅو هغه ووژني.)

۱ ما له خپلو دښمنانو څخه خلاص کړه زما خدایه

ما له هغو خلکو ساته چې حمله کوي په ما

۲ ما له خلاصون راکړه له دغو بدکارانو څخه

راته نجات راکړه له دغو قاتلانو څخه

۳ ګوره! دوی راته کمین کې دي چې ومې وژني

زما په ضد راجمع شوي ظالمان خلک دي

خو ما نه هېڅ کومه ګناه یا خطا نه ده شوې ای څښتنه

۴ ما کوم غلط کار نه دی کړی خو بیاهم

هغوی تیار دي چې حمله وکړي په ما باندې

را‌اوچت شه او کومک راسره وکړه

زما غمجن حالت ته وګوره ته

۵ ای څښتن خدایه، ای مطلق قادره

ته یې خدای د اسراییلو

شه رابېدار ورکړه سزا ټولو پردي قومو ته

مه کوه رحم په شریرو غدارانو باندې

۶ هغوی ماښام کې راستنیږي بېرته

کله چې ګرځي شاوخوا کې د ښار

لکه د سپیانو په شان غاپي هغوی

۷ د دوی ښکنځلو او ګواښونو ته غوږ ونیسه ته

د هغوی ژبې دي د تورو په شان

خو بیاهم فکر کوي دا چې هېڅوک

نه اوري خبرې د دوی

۸ خو هغوی پورې ته خاندې ای څښتنه

وهې ملنډې ټولو پردي قومونو باندې

۹ ای خدایه ته قوت یې زما

زما د امید سترګې دي ستا په لوري

ځکه چې ته یې زما مضبوطه کلا

۱۰ خدای کوي تلپاتې مینه راسره

او راته رابه شي

ما به قابل کړي د دې چې شکست ووینمه

د دښمنانو خپلو

۱۱ هغوی مه وژنه ای خدایه

هسې نه چې زما د قوم نه هېر شي دا د عبرت سبق

په خپل قوت یې تار په تار کړه ورته ماتې ورکړه

ای څښتنه زمونږ سپره

۱۲ کله چې دوی کوي خبرې نو ګناه کوي

په خپل غرور کې دې راګېر شي دوی

دا چې ښکنځلې کړي دروغ وایي دوی

۱۳ په خپل غضب سره هغوی نابود کړه

هغوی بیخي نابود کړه

نو بیا به پوه شي هرڅوک چې خدای

کاندي حکومت د یعقوب په نسل

او کړي حکومت په ټول جهان باندې

۱۴ هغوی ماښام کې راستنیږي بېرته

کله چې ګرځي شاوخوا کې د ښار

لکه د سپیانو په شان غاپي هغوی

۱۵ لکه د سپیانو په شان ګرځي دوی خوراک پسې

که ماړه نه شول نو غړمبیږي به بیا

۱۶ خو ستا د قوت په هکله وایمه سندرې به زه

ستا د تلپاتې مینې په هکله به زه

وایم سندرې هر سهار په خوشحالۍ سره

زما دپاره یې مضبوطه کلا

ته د سختیو په وختونو پناه ځای یې زما

۱۷ ای زما خدایه زما قوته زه به سندره د ثنا وایمه ستا

خدای دی زما کلا یعنې مضبوطه کلا

هغه خدای چې کړي ما سره تلپاتې مینه