چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ما له خپلو دښمنانو څخه خلاص کړه زما خدایه
ما له هغو خلکو ساته چې حمله کوي په ما
۲ ما له خلاصون راکړه له دغو بدکارانو خلکو
راته نجات راکړه له دغو قاتلانو څخه
۳ ګوره! دوی راته کمین کې دي چې ومې وژني
زما په ضد راجمع شوي ظالمان خلک دي
خو ما نه هېڅ کومه ګناه یا خطا نه ده شوې ای څښتنه
۴ ما کوم غلط کار نه دی کړی خو بیاهم
هغوی تیار دي چې حمله وکړي په ما باندې
رااوچت شه او کومک راسره وکړه
زما غمجن حالت ته وګوره ته!
۵ ای څښتن خدایه، ای مطلق قادره
ته یې خدای د اسراییلو
شه رابېدار ورکړه سزا ټولو پردي قومو ته
مه کوه رحم په شریرو غدارانو باندې
۶ هغوی ماښام کې راستنیږي بېرته
کله چې ګرځي شاوخوا کې د ښار
لکه د سپیانو په شان غاپي هغوی
۷ د دوی ښکنځلو او ګواښونو ته غوږ ونیسه ته
د هغوی ژبې دي د تورو په شان
خو بیاهم فکر کوي دا چې هېڅوک نه اوري خبرې د دوی
۸ خو هغوی پورې ته خاندې ای څښتنه
کړې مسخرې ټولو پردي قومونو باندې
۹ ای خدایه یې ته زما قوت
زما د امید سترګې دي ستا په لوري
ځکه چې ته یې زما مضبوطه کلا
۱۰ خدای کوي مینه تلپاتې راسره او راته رابه شي
ما به قابل کړي د دې چې شکست ووینمه د دښمنانو خپلو
۱۱ هغوی مه وژنه ای خدایه
هسې نه چې زما د قوم نه د عبرت دا سبق هېر شي
په خپل قوت یې تار په تار کړه ورته ماتې ورکړه
ای څښتنه زمونږ سپره!
۱۲ کله چې دوی کوي خبرې نو ګناه کوي
دوی دې راګېر شي په خپل غرور کې
دا چې ښکنځلې کړي دروغ وایي دوی
۱۳ په خپل غضب سره هغوی نابود کړه
هغوی بیخي نابود کړه
نو بیا به پوه شي هرڅوک چې خدای
کاندي حکومت د یعقوب په نسل
او کړي حکومت په ټول جهان باندې
۱۴ هغوی ماښام کې راستنیږي بېرته
کله چې ګرځي شاوخوا کې د ښار
لکه د سپیانو په شان غاپي هغوی
۱۵ لکه د سپیانو په شان ګرځي دوی خوراک پسې
که ماړه نه شول نو غړمبیږي به بیا
۱۶ خو ستا د قوت په هکله وایمه سندرې به زه
ستا د تلپاتې مینې په هکله به زه
وایم سندرې هر سهار په خوشحالۍ سره
زما دپاره یې مضبوطه کلا
ته د سختیو په وختونو پناه ځای یې زما
۱۷ ای زما خدایه زما قوته زه به د ثنا سندره وایمه ستا
خدای دی زما کلا یعنې مضبوطه کلا
هغه خدای ما سره چې کړي مینه تلپاتې مینه