چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
شپېتم زبور
په خدای باندې باور لرل
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «شاهدۍ سوسن» په تال د درس دپاره د داود زبور. دا یې هغه وخت ولیکه چې د بینالنهرین او صوبه د سوریایانو په ضد یې جګړه وکړه، او یوآب بېرته لاړ او د مالګې په دره کې یې ۱۲۰۰۰ ادومیان ووژل.)
۱ تا مونږه رد کړو خدایه
هم دې کړل مات زمونږ د دفاع ځایونه
ته خفه شوی یې له مونږه
اوس مونږه بېرته په خپل حال کړه
۲ تا ولړزوله ځمکه او هغه دې وشکوله
اوس یې بېرته کړه راجوړه
ځکه اوس هغه زنګیږي
۳ تا خپل خلک کړل اخته په کړاوونو
تا مونږ ته راکړل شراب
مونږ یې ړنګ او بنګ کړلو
۴ تا اشاره وکړه هغو ته چې عبادت کړي ستا
چې د دښمن د غشو وتښتي دوی
۵ په خپل طاقت دې مونږه وژغوره
او قبوله کړه دعا زمونږ
ترڅو نجات ومومي هغه خلک
د هغه چا سره چې مینه کوې
۶ د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې
په خوشحالۍ به زه تقسیم کړم شکیم
او د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې
۷ جلعاد زما دی او منسي مې هم دی
دی افرایم مې د زغرو خولۍ
او یهودا مې شاهانه امسا ده
۸ خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شان
خپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمه
په فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه
۹ څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟
څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟
۱۰ تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟
زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟
۱۱ مرسته مو وکړه د دښمن په خلاف
نه لري ګټه د انسان مرسته
۱۲ مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږ
هغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان