چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
یوشپیتم زبور
د خدای حضور ته فریاد کول
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور)
۱ زما فریاد واوره ای خدایه
کړه قبوله مې دعا
۲ د اخر سر نه د دنیا درته نارې وهمه
داسې حال کې چې مې زړه دی ناامیده
زما نه اوچت ګټ ته مې بوځه ما ته راکړه پناه
۳ ځکه زما د دښمنانو مقابل کې
ته پناه ځای یې زما هم قوي برج یې زما
۴ پرېږده چې واوسم ټول عمر ستا سپېڅلي ځای کې
پرېږده چې اوسم سلامت ستا د وزرونو لاندې
۵ ای خدایه، ما چې درکړي کوم نذرونه تا ته
تا قبول کړي هغه
تا راته هغه برکت راکړی
چې دې ورکړی دی هغوی ته
چې وېریږي ستا له نومه
۶ پاچا ته ورکړه اوږد عمر
پرېږده چې پاتې شي تر نسلونو پورې
۷ هغه دې وکړي پاچاهي ستا په حضور کې
تل ترتله خدایه
تلپاتې مینه او وفا ورکړه چې ویې ساتي
۸ نو زه به تل وایم سندرې د ثنا ستا
لکه چې څنګه ورکومه هره ورځ نذرونه