Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ زما فریاد واوره ای خدایه
کړه قبوله مې دعا
۲ د اخر سر نه د دنیا درته نارې وهمه
داسې حال کې چې مې زړه دی ناامیده
زما نه اوچت ګټ ته مې بوځه ماته راکړه پناه
۳ ځکه زما د دښمنانو مقابل کې
ته پناه ځای یې زما هم قوي برج یې زما
۴ پرېږده چې واوسم ټول عمر ستا سپېڅلي ځای کې
پرېږده چې اوسم سلامت ستا د وزرونو لاندې
۵ ای خدایه، ما چې کوم نذرونه دي ورکړي
تا قبول کړي هغه
تا راته هغه برکت راکړی
چې دې ورکړی دی هغوی ته چې وېریږي ستا له نومه
۶ پاچا ته ورکړه اوږد عمر
پرېږده چې پاتې شي تر نسلونو پورې
۷ هغه دې وکړي پاچاهي ستا په حضور کې تل ترتله خدایه
تلپاتې مینه او وفا ورکړه چې ویې ساتي
۸ نو زه به تل ستا د ثنا سندرې وایم
لکه چې څنګه ورکومه هره ورځ نذرونه