د زبورونو کتاب

دوه شپېتم زبور

د خدای په ساتنه اعتبار

(د سرود مشر یدوتون دپاره: د داود زبور)

۱ زما ځان مومي ارام صرف د خدای حضور کې

ځکه نجات مې د هغه له خوا دی

۲ یوازې ساتي مې هغه د ګټ په شان او ژغوري ما

هغه دی زما پناه ځای

نو زه به هېڅکله ونه خورم ماتې

۳ ترڅو به تاسې کړئ په هغه چا باندې بریدونه

چې هغه ووژنئ

څوک چې په شان وي د کوږ شوي

او لوېدلي دېوال؟

۴ دوی صرف غواړي چې راکوز کړي هغه

د خپل عزت له ځایه

له دروغو خوند اخلي دوی

په خوله کوي د برکت خبرې

په خپلو زړونو کې هغه باندې لعنت وایي

۵ ای زما ځانه، ارام پیدا کړه

صرف د خدای حضور کې

هغه ته دي زما د امید سترګې

۶ یوازې ساتي مې هغه او ژغوري ما

هغه دی زما پناه ځای

نو زه به نه خورم ماتې

۷ زما خلاصون زما عزت

دواړه د خدای له خوا دي

قوي ساتونکی دی زما

او د ګټ په شان پناه ځای دی زما

۸ ای زما قومه همېشه کوئ توکل په خدای

خپل تکلیفونه ټول هغه ته وایئ

ځکه هغه دی پناه ځای زمونږ

۹ انسانان ټول دي په مثال د پوکي

که هغوی لوی دي که واړه دي هغوی

ټول دي یوشان او هېڅ نه دي هغوی

واچوئ تله کې هغوی تاسې

نو هېڅ شی به نه وي وزن د دوی

وزن د دوی به وي له هوا هم کم

۱۰ په تاو تریخوالي توکل مه کوئ

په لوټمارۍ باندې د ګټې امید مه کړئ تاسې

که شتمني د ستاسو زیاته هم شي

خو په هغې باندې تکیه مه کوئ

۱۱ ما څو ځلې اورېدلي دي دا

چې خدای وایي دی قدرت ورسره

۱۲ ای څښتنه، ستا مینه ده تلپاتې مینه

ځکه هرچا ته ورکوې اجر د هغه د عمل له مخې