د زبورونو کتاب

شپېتم زبور

په خدای باندې باور لرل

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «شاهدۍ سوسن» په تال د درس دپاره د داود زبور. دا یې هغه وخت ولیکه چې د بین‌النهرین او صوبه د سوریایانو په ضد یې جګړه وکړه، او یوآب بېرته لاړ او د مالګې په دره کې یې ۱۲۰۰۰ ادومیان ووژل.)

۱ تا مونږه رد کړو خدایه

هم دې کړې ماتې د دفاع ځایونه زمونږ

ته خفه شوی یې له مونږ

اوس مونږه بېرته په خپل حال کړه

۲ تا ولړزوله ځمکه

او هغه دې وشکوله

اوس یې بېرته کړه راجوړه

ځکه اوس هغه زنګیږي

۳ تا خپل خلک کړاوونو کې اخته کړل

تا راکړل شراب مونږ ته

مونږ یې ړنګ او بنګ کړلو

۴ تا اشاره وکړه هغو ته چې عبادت کړي ستا

چې د دښمن د غشو وتښتي دوی

۵ په خپل طاقت دې مونږه وژغوره

او قبوله زمونږ دعا کړه

ترڅو نجات ومومي هغه خلک

د هغه چا سره چې مینه کوې

۶ د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې

«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړم

او د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې

۷ جلعاد زما دی او منسي مې هم دی

دی افرایم مې د زغرو خولۍ

او یهودا مې شاهانه امسا ده

۸ خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شان

خپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمه

په فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»

۹ څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟

څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟

۱۰ تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟

زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟

۱۱ مرسته مو وکړه د دښمن په خلاف

نه لري ګټه د انسان مرسته

۱۲ مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږ

هغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان