د زبورونو کتاب

اووه شپېتم زبور

د شکرګزارۍ سندره

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره زبور د سندرې په شکل)

۱ ای خدایه، رحم وکړه په مونږ او برکت راکړه

وګوره مونږ ته په ورین تندي باندې

۲ ترڅو چې ټوله دنیا وپېژني ستا لاره

ترڅو وپېژني ټول قومونه

ستا نجات بخښونکی ځواک

۳ پرېږده چې خلک دې صفت وکړي ای خدایه

پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت

۴ پرېږده خوشحال شي ټول قومونه

او سندرې د خوښۍ ووایي

ځکه چې ته کړې قضاوت د ولسونو په انصاف سره

او په دنیا کې لارښوونه د قومونو کوې

۵ پرېږده چې خلک دې صفت وکړي ای خدایه

پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت

۶ بیا ورکوي ځمکه به خپل حاصل

خدای، زمونږه خدای به کړي نازل

خپل برکت په مونږ

۷ خدای دې راکړي برکت مونږ ته

پرېږده چې ټول خلک ترې وېره وکړي

په هرځای کې