کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
اووه شپېتم زبور
د شکرګزارۍ سندره
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره زبور د سندرې په شکل)
۱ ای خدایه، رحم وکړه په مونږ او برکت راکړه
وګوره مونږ ته په ورین تندي باندې
۲ ترڅو چې ټوله دنیا وپېژني ستا لاره
ترڅو وپېژني ټول قومونه
ستا نجات بخښونکی ځواک
۳ پرېږده چې خلک دې صفت وکړي ای خدایه
پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت
۴ پرېږده خوشحال شي ټول قومونه
او سندرې د خوښۍ ووایي
ځکه چې ته کړې قضاوت د ولسونو په انصاف سره
او په دنیا کې لارښوونه د قومونو کوې
۵ پرېږده چې خلک دې صفت وکړي ای خدایه
پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت
۶ بیا ورکوي ځمکه به خپل حاصل
خدای، زمونږه خدای به کړي نازل
خپل برکت په مونږ
۷ خدای دې راکړي برکت مونږ ته
پرېږده چې ټول خلک ترې وېره وکړي
په هرځای کې