Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ ای څښتنه، زمونږ باداره!
په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی
ستا ثنا او صفت رسیږي تر اسمانه
۲ ماشومان او تي رودونکي ماشومان
ستا د لویۍ سندرې وایي
تا جوړه کړې ده قوي کلا د خپلو دښمنانو په ضد
هم په خپله چوپ کوې مخالفان خپل
۳ کله چې وګورم اسمان ته چې جوړ کړی دی تا
ستوري سپوږمۍ ته چې ځای په ځای کړي دي تا
۴ نو انسان څه دی چې ته یې خیال ساتې؟
فاني انسان چې ته پرې پام ساتې؟
۵ ځان پسې دوهمه درجه دې ده ورکړې ده ته
تاج د عزت او شان شوکت دې ورته ایښی په سر
۶ تا مقرر کړل دوی په هرڅه چې جوړ کړي دي تا
د دوی په واک کې دې ورکړي ټول شیان دي
۷ هم دې ورکړي ټول پسونه او غویان
او وحشي حیوانات
۸ هم د هوا مرغان او د دریاب ماهیان
دا ټول مخلوقات چې په دریاب کې ګرځي
۹ ای څښتنه، زمونږ باداره!
په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی