Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
اووم زبور
د عدالت دپاره دعا
(د داود سرود چې هغه د بنیامیني کوش له امله ووایه)
۱ ای څښتنه، زما خدایه، ما پناه راوړې تا ته
وژغوره ما خلاص کړه د دوی ټولو نه
چې راپسې دي
۲ هسې نه چې مې بوځي د زمریو په شان
هغه ځای ته چې مې څوک د خلاصون نه وي
ما به کړي ټوټې ټوټې په هغه ځای کې
۳-۴ ای زما څښتنه زما خدایه
که مې کړې وي له چا سره بدي
یا مې کړی وي کوم دوست سره خیانت
یا بېسببه مې کړی وي په خپل دښمن باندې تېری
که مې کړی وي کوم کار له دې کارونو
۵ نو بیا پرېږده دښمنان مې راپسې شي او ما ګېر کړي
کړي پایمال مې او ما مړ کړي
هم عزت زما له خاورو سره خاورې
۶ په خپل قهر کې راپورته شه څښتنه!
شه راپورته ته زما د دښمنانو د غضب په وړاندې
نو اوس راویښ شه ته زما دپاره
برقرار کړه عدالت چې ته یې غواړې
۷ ټول قومونه دې خپل ځان باندې راټول کړه
حکومت وکړه په هغو له اسمانه
۸ د ټولو قومونو ته قاضي یې
زما حق کې قضاوت وکړه څښتنه
ته پوهېږې چې صادق او بېګناه یم
۹ خدایه ته عادل یې عدالت کې
ته ازمایې زړه او فکر د هرچا
د بدکارو د بدیو مخه نیسه
اجر ورکړه هغه چا ته چې نېکان دي
۱۰ خدای دی سپر زما
هم ژغورونکی د هغو دی
چې په زړونو کې صادق وي
۱۱ عادل قاضي دی خدای
بدکاران هره ورځ غندي
۱۲ که دوی نه کړلې بدلې خپلې لارې
خدای به تېره کړي ورته خپله توره
کشوي هغه او تیاروي ورته لینده خپله
۱۳ کړي به وژونکې وسله ورته تیاره
جوړوي ورته هم غشي سوځوونکي
۱۴ ګورئ څنګه کوي فکر د بدۍ دا بدکاران
جوړوي د ځورولو پلانونه او دروغ وایي
۱۵ نورو خلکو ته چې دوی کیندي څاګانې
شي به خپله ورګوزار په کې
۱۶ سزا به ومومي د خپلو بدو
هغه ظلمونه به یې انبار شي
په خپل سر باندې
۱۷ شکر به وکړم له څښتنه د انصاف دپاره
وایم ثنا به څښتن تعالی ته په سندرو سره