د زبورونو کتاب

اووم زبور

د عدالت دپاره دعا

(د داود سرود چې هغه د بنیامیني کوش له امله ووایه)

۱ ای څښتنه، زما خدایه، ما پناه راوړې تاته

وژغوره ما خلاص کړه د دوی ټولو راپسې چې دي

۲ هسې نه چې د زمریو په شان مې بوځي هغه ځای ته

چې مې څوک د خلاصون نه وي

ما به کړي ټوټې ټوټې په هغه ځای کې

۳‏-۴ ای زما څښتنه خدایه زما

که مې کړې وي له چا سره بدي

یا مې کړی وي کوم دوست سره خیانت

یا بې‌سببه مې په خپل دښمن تېری کړی وي

که مې کړی وي کوم کار له دې کارونو

۵ نو بیا پرېږده دښمنان مې راپسې شي او ما ګېر کړي

کړي پایمال مې او ما مړ کړي

هم عزت زما له خاورو سره خاورې

۶ په خپل قهر کې راپورته شه څښتنه!

زما د دښمنانو د غضب په وړاندې شه راپورته

نو اوس راویښ شه ته زما دپاره

برقرار کړه عدالت چې ته یې غواړې

۷ ټول قومونه دې خپل ځان باندې راټول کړه

حکومت وکړه په هغو له اسمانه

۸ ته قاضي یې د ټولو قومونو

زما حق کې قضاوت وکړه څښتنه

ته پوهېږې چې صادق او بې‌ګناه یم

۹ خدایه ته عادل یې عدالت کې

ته ازمایې زړه او فکر د هرچا

د بدکارو د بدیو مخه نیسه

اجر ورکړه هغه چاته چې نېکان دي

۱۰ خدای دی سپر زما

هم ژغورونکی د هغو دی

چې په زړونو کې صادق وي

۱۱ خدای دی عادل قاضي

بدکاران هره ورځ غندي

۱۲ که دوی نه کړلې بدلې خپلې لارې

خدای به تېره کړي ورته خپله توره

هغه کشوي او تیاروي ورته لینده خپله

۱۳ کړي به وژونکې وسله ورته تیاره

جوړوي ورته هم غشي سوځوونکي

۱۴ ګورئ څنګه کوي فکر د بدۍ دا بدکاران

جوړوي د ځورولو پلانونه دروغ وایي

۱۵ نورو خلکو ته چې دوی کیندي څاګانې

شي به په خپله ورګوزار په کې

۱۶ ومومي سزا د خپلو بدو به

هغه ظلمونه به یې انبار شي په خپل سر باندې

۱۷ شکر به وکړم له څښتنه د انصاف دپاره

څښتن تعالی ته به ثنا وایمه په سندرو سره