د زبورونو کتاب

شپږم زبور

د تکلیف په وخت کې د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره چې دروند اواز لري د داود زبور)

۱ مه په قهرېږه ای څښتنه او ما مه رټه ته

په خپل غضب سره دې ما ته سزا مه راکوه

۲ زه یم کمزوری ای څښتنه، په ما رحم وکړه!

ما ته شفا راکړه څښتنه، چې هډوکي ټول خوږیږي زما

۳ څښتنه زه ډېر په کړاو کې یمه

دا به ترڅو پورې تر کومې به وي؟

۴ ای څښتنه زما! راشه ما وژغوره

په خپلې مینې دې راخلاص کړه ما له مرګه

۵ کله چې مړ شي څوک بیا نه شي یادولی تا

ګور کې هېڅوک بیانولی نه شي ستا ثنا

۶ په زګېروو شومه زه ستړی

هره شپه مې بستر لوند وي په ژړا

هم مې لوند بالښت په اوښکو

۷ دید مې ډېر کمزوری شوی له غمو

زما سترګې پړسېدلې له ژړا نه

په سبب د دښمنانو

۸ ای بدکارو خلکو، لېرې شئ له ما

اورېدلې ده څښتن ژړا زما

۹ د کومک دپاره واورېده څښتن فریاد زما

کړي قبوله به هغه دعا زما

۱۰ وبه شرمیږي زما ټول دښمنان او وېریږي به ډېر

هغوی به تښتي ناڅاپي په رسوایۍ سره