Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
شپږم زبور
د تکلیف په وخت کې د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره چې دروند اواز لري د داود زبور)
۱ مه په قهرېږه ای څښتنه او ما مه رټه ته
په خپل غضب سره دې ما ته سزا مه راکوه
۲ زه یم کمزوری ای څښتنه، په ما رحم وکړه!
ما ته شفا راکړه څښتنه، چې هډوکي ټول خوږیږي زما
۳ څښتنه زه ډېر په کړاو کې یمه
دا به ترڅو پورې تر کومې به وي؟
۴ ای څښتنه زما! راشه ما وژغوره
په خپلې مینې دې راخلاص کړه ما له مرګه
۵ کله چې مړ شي څوک بیا نه شي یادولی تا
ګور کې هېڅوک بیانولی نه شي ستا ثنا
۶ په زګېروو شومه زه ستړی
هره شپه مې بستر لوند وي په ژړا
هم مې لوند بالښت په اوښکو
۷ دید مې ډېر کمزوری شوی له غمو
زما سترګې پړسېدلې له ژړا نه
په سبب د دښمنانو
۸ ای بدکارو خلکو، لېرې شئ له ما
اورېدلې ده څښتن ژړا زما
۹ د کومک دپاره واورېده څښتن فریاد زما
کړي قبوله به هغه دعا زما
۱۰ وبه شرمیږي زما ټول دښمنان او وېریږي به ډېر
هغوی به تښتي ناڅاپي په رسوایۍ سره