Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ خدای دی ناست په اسماني دربار کې
نورو قومونو د خدایانو ترمنځ کړي قضاوت
۲ «بېانصافۍ سره ترڅو به تاسو کړئ قضاوت
او د بدکارو طرفداري به کوئ؟
۳ د غریبانو یتیمانو د حقونو نه ساتنه وکړئ
کوئ انصاف د محتاجانو او بېوزلو سره
۴ خلاص کړئ بېوزله او غریب انسانان
د شریرانو د منګولو څخه خلاص کړئ هغوی»
۵ څومره جاهل، څومره کمعقل دي هغوی!
دوی دي بالکل فاسدان
او د ځمکې مخ نه دی ورک شوی انصاف
۶ ما ویل: «تاسو خو خدایان یئ
ټول د خدای تعالی بچیان یئ
۷ خو مړه به شئ د انسانانو په شان
ژوند به مو ختم شي د نورو واکمنانو په شان»
۸ خدایه راپاڅه د دې ځمکې عدالت وکړه
د ټولو قومونو د اختیار خاوند یې