د زبورونو کتاب

دوه اتیایم زبور

خدای تر ټولو لوی واکمن

(د اساف زبور)

۱ خدای دی ناست په اسماني دربار کې

نورو قومونو د خدایانو ترمنځ کړي قضاوت

۲ بې‌انصافۍ سره ترڅو به تاسو کړئ قضاوت

او طرفداري به کوئ د بدکارانو؟

۳ د غریبانو یتیمانو د حقونو نه ساتنه وکړئ

کوئ انصاف د محتاجانو او بې‌وزلو سره

۴ خلاص کړئ بې‌وزله او غریب انسانان

د شریرانو د منګولو څخه خلاص کړئ هغوی

۵ څومره جاهل، څومره کم‌عقل دي دوی

دوی دي بالکل فاسدان

او د ځمکې مخ نه دی ورک شوی انصاف

۶ ما ویل: تاسو خو خدایان یئ

ټول د خدای تعالی بچیان یئ

۷ خو مړه به شئ د انسانانو په شان

ژوند به مو ختم شي د نورو واکمنانو په شان

۸ خدایه راپاڅه د دې ځمکې عدالت وکړه

د ټولو قومونو د اختیار خاوند یې