Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
پنځه اتیایم زبور
د قوم د هوساینې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)
۱ ای څښتنه تا رحم وکړ په خپله خاوره باندې
او یوځل بیا دې رابېدار کړ د یعقوب قسمت
۲ ودې بخښلې د خپل قوم بدۍ
پرده دې واچوله په ټولو ګناهونو د دوی
۳ تېر شولې ته له خپل ټول غضبه
اور دې سوړ کړ د خپل قهر
۴ ای زمونږ خلاصوونکیه خدایه
مونږه بېرته په خپل حال کړه
او خپل غضب زمونږ نه لېرې کړه ته
۵ ایا ته به خفه یې تل زمونږ څخه؟
ایا وبه غزوې خپل قهر د یو نسل نه بل نسل ته؟
۶ ایا بیا به رانه کړې ته مونږ ته قوت
ترڅو وکړي خوشحالي ستا قوم ستا له امله؟
۷ څښتنه، مونږ ته دې وښایه تلپاتې مینه
او مونږ ته راکړه خلاصون
۸ هر څه چې وایي څښتن خدای ورته به نیسمه غوږ
کوي وعده د سولې خپل وفادار ولس سره
خو بیا دې نه راګرځي دوی د حماقت لارو ته
۹ بې له شکه ور به کړي نجات هغوی ته
څوک چې ترې وېره لري
چې پاتې شي د هغه جلال زمونږ په خاوره کې
۱۰ څنګه چې دوه تنه ګوري یو بل سره
داسې تلپاتې مینه او وفا به سره هم وګوري
څنګه چې یو تن بل تن ښکلوي
داسې به سوله او عدالت هم یو بل ښکل کړي
۱۱ راپورته کیږي وفا ځمکې نه
نېکي راګوري پاس له اسمانه څخه
۱۲ بې له شکه څښتن مونږ ته راکوي ښه شیان
ورکوي ښه حاصلات به زمونږ ځمکه
۱۳ عدالت به وي روان د څښتن مخکې
د هغه قدمونو ته تیاروي به لاره