د زبورونو کتاب

څلور اتیایم زبور

د خدای د کور سره مینه

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د قورح د طایفې زبور)

۱ ای مطلق قادر څښتنه

څومره زړه وړونکی دی ستا د اوسېدلو ځای

۲ څومره مې زړه غواړي چې هلته واوسېږم

څښتن دربار کې اوسېدو پسې مې چوي زړګی

زه ژوندي خدای ته په خپل ټول زړه او ځان

چیغې د خوښۍ وهمه

۳ د قربانۍ د ځایونو خوا کې

دې چڼچڼو، توتکیو جوړې کړې ځالې ځان ته

او توتکۍ په کې بچي ساتي خپل

مطلق قادر څښتنه، زما پاچا او زما خدایه

۴ هغوی څومره بختور دي چې اوسیږي ستا په کور کې

او تل سندرې د ثنا ستا وایي

۵ هغوی څومره بختور دي چې د ستا نه قوت مومي

څوک لري دا شوق چې سفر وکړي د صهیون غره ته

۶ چې دوی تېریږي د بکا وچې درې څخه

نو چینې جوړیږي له هغه ځای څخه

باران د مني ډکوي یې برکتونو باندې

۷ د دوی طاقت سفر کولو سره لا زیاتیږي

او د دوی هر یو په صهیون کې حاضریږي خدای ته

۸ ای څښتنه ای مطلق قادره خدایه، واوره دعا زما

ای د یعقوب خدایه، ته ما ته غوږ ونیسه

۹ ای خدایه، زمونږ پاچا ته چې مو سپر دی برکت ورکړه

هغه پاچا چې غوره کړی تا په خپله

۱۰ د یوې ورځې تېرول ستا په دربار کې

بهتر دی بل ځای کې له زرو ورځو څخه

تش درېدل د خپل خدای کور د دروازې مخې ته

د بدکارانو په خېمو کې اوسېدو څخه بهتر ګڼمه

۱۱ څښتن سپر دی زمونږ او ځلیږي لکه د لمر په شان

برکت راکوي مونږ ته په فضل او عزت هغه

نه سپموي هېڅ ښه شی له هغو څخه

د چا چې لارې وي بې‌داغه لارې

۱۲ ای مطلق قادر څښتنه

څومره بختور دی هغه کس

چې کړي په تا باندې توکل