چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
څلور اتیایم زبور
د خدای د کور سره مینه
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د قورح د طایفې زبور)
۱ ای مطلق قادر څښتنه
څومره زړه وړونکی دی ستا د اوسېدلو ځای
۲ څومره مې زړه غواړي چې هلته واوسېږم
څښتن دربار کې اوسېدو پسې مې چوي زړګی
زه ژوندي خدای ته په خپل ټول زړه او ځان
چیغې د خوښۍ وهمه
۳ د قربانۍ د ځایونو خوا کې
دې چڼچڼو، توتکیو جوړې کړې ځالې ځان ته
او توتکۍ په کې بچي ساتي خپل
مطلق قادر څښتنه، زما پاچا او زما خدایه
۴ هغوی څومره بختور دي چې اوسیږي ستا په کور کې
او تل سندرې د ثنا ستا وایي
۵ هغوی څومره بختور دي چې د ستا نه قوت مومي
څوک لري دا شوق چې سفر وکړي د صهیون غره ته
۶ چې دوی تېریږي د بکا وچې درې څخه
نو چینې جوړیږي له هغه ځای څخه
باران د مني ډکوي یې برکتونو باندې
۷ د دوی طاقت سفر کولو سره لا زیاتیږي
او د دوی هر یو په صهیون کې حاضریږي خدای ته
۸ ای څښتنه ای مطلق قادره خدایه، واوره دعا زما
ای د یعقوب خدایه، ته ما ته غوږ ونیسه
۹ ای خدایه، زمونږ پاچا ته چې مو سپر دی برکت ورکړه
هغه پاچا چې غوره کړی تا په خپله
۱۰ د یوې ورځې تېرول ستا په دربار کې
بهتر دی بل ځای کې له زرو ورځو څخه
تش درېدل د خپل خدای کور د دروازې مخې ته
د بدکارانو په خېمو کې اوسېدو څخه بهتر ګڼمه
۱۱ څښتن سپر دی زمونږ او ځلیږي لکه د لمر په شان
برکت راکوي مونږ ته په فضل او عزت هغه
نه سپموي هېڅ ښه شی له هغو څخه
د چا چې لارې وي بېداغه لارې
۱۲ ای مطلق قادر څښتنه
څومره بختور دی هغه کس
چې کړي په تا باندې توکل