کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای مطلق قادر څښتنه
څومره زړه وړونکی دی ستا د اوسېدلو ځای
۲ څومره مې زړه غواړي چې واوسم هلته
څښتن دربار کې اوسېدو پسې مې چوي زړګی
زه ژوندي خدای ته په خپل ټول زړه او ځان
چیغې د خوښۍ وهمه
۳ د قربانۍ د ځایونو په خوا کې دې
چڼچڼو، توتکیو ځالې جوړې کړې ځان ته
او توتکۍ په کې بچي ساتي خپل
مطلق قادر څښتنه، زما پاچا او زما خدایه
۴ هغوی څومره بختور دي چې اوسیږي ستا په کور کې
او تل سندرې د ثنا ستا وایي
۵ هغوی څومره بختور دي چې د ستا نه قوت مومي
څوک لري دا شوق چې د صهیون غره ته سفر وکړي
۶ د بکا د وچې درې څخه چې دوی تېریږي
نو له هغه ځای څخه چینې جوړیږي
باران د مني ډکوي یې برکتونو باندې
۷ د دوی طاقت سفر کولو سره لا زیاتیږي
او د دوی هر یو په صهیون کې حاضریږي خدای ته
۸ ای څښتنه ای مطلق قادره خدایه، واوره دعا زما!
ای د یعقوب خدایه، ته ماته غوږ ونیسه!
۹ ای خدایه، زمونږ پاچا ته چې مو سپر دی برکت ورکړه
هغه پاچا چې تا په خپله غوره کړی
۱۰ د یوې ورځې تېرول ستا دربار کې
بهتر دي بل ځای کې له زرو ورځو
تش درېدل د خپل خدای کور د دروازې مخې ته
د بدکارانو په خېمو کې اوسېدو څخه بهتر ګڼمه
۱۱ څښتن سپر دی زمونږ او ځلیږي لکه د لمر په شان
هغه برکت راکوي مونږ ته په فضل او عزت
نه سپموي هېڅ ښه شی له هغو څخه
د چا چې لارې وي بېداغه لارې
۱۲ ای مطلق قادر څښتنه
څومره بختور دی هغه کس چې په تا باندې توکل کوي