د زبورونو کتاب

دري نوییم زبور

د څښتن پاچاهي

۱ څښتن کوي پاچاهي

هغه اغوستې د جلال چپنه

څښتن اغوستې ده چپنه

او په قوت یې خپله ملا تړلې

په رښتیا نړۍ یې ټینګه ودرولې

نه شي هېڅکله خوځېدلې هغه

۲ ای څښتنه تخت دې قایم دی له ډېر پخوا نه

ته موجود وې له ازله

۳ راپورته شوي سېلابونه ای څښتنه

راپورته کړی سېلابونو خپل غږ

اوچت کړی سېلابونو دی غړمبار

۴ څښتن قوي دی د دریاب د شورماشور څخه

هغه قوي دی د دریاب له څپو

دی زورور د اسمانونو څښتن

۵ ډېر باوري دي حکمونه ستا

سپېڅلتوب دی تل ترتله

ستا د کور ښایست څښتنه