چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
دري نوییم زبور
د څښتن پاچاهي
۱ څښتن کوي پاچاهي
هغه اغوستې د جلال چپنه
څښتن اغوستې ده چپنه
او په قوت یې خپله ملا تړلې
په رښتیا نړۍ یې ټینګه ودرولې
نه شي هېڅکله خوځېدلې هغه
۲ ای څښتنه تخت دې قایم دی له ډېر پخوا نه
ته موجود وې له ازله
۳ راپورته شوي سېلابونه ای څښتنه
راپورته کړی سېلابونو خپل غږ
اوچت کړی سېلابونو دی غړمبار
۴ څښتن قوي دی د دریاب د شورماشور څخه
هغه قوي دی د دریاب له څپو
دی زورور د اسمانونو څښتن
۵ ډېر باوري دي حکمونه ستا
سپېڅلتوب دی تل ترتله
ستا د کور ښایست څښتنه