چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
څلور نوییم زبور
خدای د ټولې نړۍ قاضي دی
۱ ای څښتنه، ته یې خدای غچ اخیستونکی
ای غچ اخیستونکیه خدایه، وښایه ته خپل جلال
۲ ای د نړۍ قاضي راپاڅېږه ته
مغروران ورسوه د خپلو بدو عملونو په سزا
۳ ترڅو به ای څښتنه بدکاران
بدکاران به خوشحالي کوي تر کومه؟
۴ هغوی د کبر او غرور غټې خبرې کوي
وهي لافې ټول بدکرداره خلک
۵ پایمال کوي ستا خلک ای څښتنه
هغوی کړي ظلم ستا په خلکو باندې
۶ پردي خلک او کونډې وژني
هم یتیمان قتلوي
۷ وایي هغوی چې څښتن نه ویني مونږ
نه یې پام کیږي مونږ ته د یعقوب د خدای
۸ پوه شئ ای د قوم بېعقلو خلکو
کله به تاسو هوښیارېږئ سادهګانو خلکو؟
۹ هغه چې مونږ ته یې راکړي دي غوږونه
ایا هغه په خپله نه اوري څه؟
هغه چې سترګې پیدا کړې دي
ایا هغه په خپله نه ویني څه؟
۱۰ څوک چې په خپله سموي قومونه
نو دوی ته نه شي ورکولای سزا؟
هغه چې خپله دی استاذ د ټولو
نو ایا نه لري په خپله پوهه؟
۱۱ څښتن پوهیږي د انسان په خیالو
هغه پوهیږي چې خیالونه یې باطل او پوچ دي
۱۲ بختور دی هغه څوک چې سموې یې ته څښتنه
ورته تعلیم د خپل شریعت ورکوې
۱۳ ورکوې ورته ارام په سختو ورځو کې ته
ترڅو چې کنده ویستل کیږي شریرانو ته
۱۴ ځکه څښتن به نه کړي رد خپل خلک
او نه به چېرته خپل ولس پرېږدي
۱۵ ترسره کیږي قضاوت به د انصاف
او عدالت سره سم
ټول نېکان به یې کوي پیروي
۱۶ څوک به زما دپاره پاڅي په خلاف د بدکارانو؟
څوک به زما دپاره ودریږي په ضد د شریرانو؟
۱۷ که مرستندوی زما نه وای څښتن
نو زه به زر ومه ډوب شوی په چوپتیا د مرګي
۱۸ کله چې ما وویل: غورځېږمه زه
څښتنه ستا تلپاتې مینې راټینګ کړمه زه
۱۹ د زړه د زیاتو اندېښنو په منځ کې
ستا تسلۍ ما ته خوښي راوړله
۲۰ هغو قاضیانو فاسدانو سره نه کړې یاري
چې د قانون په نامه بېانصافي کوي دوی
۲۱ چې په شریکه د نېکانو د وژلو دسیسې جوړوي
محکوموي بېګناه خلک په مرګ
۲۲ خو څښتن شولو پناه ګاه زما
زما خدای زما د پټېدو دپاره کلکه کلا
۲۳ خدای به راوګرځوي بېرته په هغو باندې خپلې بدۍ
په سبب د ګناهونو خپلو کړي به تباه هغوی
زمونږ څښتن خدای به تباه کړي هغوی