چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
پنځه نوییم زبور
څښتن ته د ثنا او صفت سندره
۱ راځئ چې ووایو څښتن ته د ثنا سندرې
راځئ چې خپل قوي ګټ په شان ژغورونکي ته
مونږ چیغې د خوښۍ ووهو
۲ ورشو حضور ته د هغه د شکرانې سره
وکړو ستاینه په سندرو د خوښۍ د هغه
۳ ځکه څښتن دی لوی خدای
ټولو خدایانو څخه لوی پاچا دی
۴ هغه حکومت کوي په ټولې نړۍ
د ځمکې د ژورو برخو څخه
د غرو تر لوړو څوکو
۵ دریابونه د هغه دي ځکه هغه دي پیدا کړي
ورکړی ځمکې ته یې شکل دی په خپلو لاسو
۶ راځئ چې مونږه په سجده شو عبادت وکړو
شو په ګونډو د خپل څښتن او خپل خالق حضور کې
۷ ځکه هغه دی زمونږ خدای
مونږه یو قوم د هغه او هغه پام کوي
په مونږ باندې لکه شپونکي په شان
مونږه یو رمه د هغه چې هغه یې لارښوونه کاندي
که تاسو نن واورئ اواز د هغه:
۸ نو مه سختوئ زړونه خپل
لکه چې څنګه مو سخت کړي وو
په دښته د مسا او مریبه کې تاسو
۹ ستاسو نیکونو امتحان کړمه په هغه ځای کې
که څه هم دوی ؤ لیدلی عمل زما
خو بیا یې هم وازمایلمه زه
۱۰ له هغه نسل نه څلوېښت کاله بېزاره ومه
ما ویل: زما نه لېرې دي د هغوی زړونه
نه غواړي وکړي عمل زما په حکمونو باندې
۱۱ نو زه په قهر شوم قسم مې وخوړ:
دوی به داخل نه شي هېڅکله هغه هېواد ته
چېرته چې زه به ورکومه ارام