د زبورونو کتاب

پنځه نوییم زبور

څښتن ته د ثنا او صفت سندره

۱ راځئ چې ووایو څښتن ته د ثنا سندرې

راځئ چې خپل قوي ګټ په شان ژغورونکي ته

مونږ چیغې د خوښۍ ووهو

۲ ورشو حضور ته د هغه د شکرانې سره

وکړو ستاینه په سندرو د خوښۍ د هغه

۳ ځکه څښتن دی لوی خدای

ټولو خدایانو څخه لوی پاچا دی

۴ هغه حکومت کوي په ټولې نړۍ

د ځمکې د ژورو برخو څخه

د غرو تر لوړو څوکو

۵ دریابونه د هغه دي ځکه هغه دي پیدا کړي

ورکړی ځمکې ته یې شکل دی په خپلو لاسو

۶ راځئ چې مونږه په سجده شو عبادت وکړو

شو په ګونډو د خپل څښتن او خپل خالق حضور کې

۷ ځکه هغه دی زمونږ خدای

مونږه یو قوم د هغه او هغه پام کوي

په مونږ باندې لکه شپونکي په شان

مونږه یو رمه د هغه چې هغه یې لارښوونه کاندي

که تاسو نن واورئ اواز د هغه:

۸ نو مه سختوئ زړونه خپل

لکه چې څنګه مو سخت کړي وو

په دښته د مسا او مریبه کې تاسو

۹ ستاسو نیکونو امتحان کړمه په هغه ځای کې

که څه هم دوی ؤ لیدلی عمل زما

خو بیا یې هم وازمایلمه زه

۱۰ له هغه نسل نه څلوېښت کاله بېزاره ومه

ما ویل: زما نه لېرې دي د هغوی زړونه

نه غواړي وکړي عمل زما په حکمونو باندې

۱۱ نو زه په قهر شوم قسم مې وخوړ:

دوی به داخل نه شي هېڅکله هغه هېواد ته

چېرته چې زه به ورکومه ارام