د زبورونو کتاب

شپږنوییم زبور

خدای تر ټولو لوی پاچا

(لومړی تواریخ ۱۶‏:‌۲۳‌‏-‌۳۳)

۱ څښتن ته ووایئ یوه سندره نوې

ای ټولې نړۍ، څښتن ته ووایئ سندره تاسې

۲ څښتن ته ووایئ سندره او ستاینه یې د نوم وکړئ

اعلان کړئ هره ورځ دا زېری

چې نجات یې دی راکړی مونږ ته

۳ کړئ قومونو ته اعلان د هغه جلال

ټولو خلکو ته اعلان کړئ

د هغه ډېر عجیبه کارونه

۴ ځکه چې لوی دی څښتن

او ډېر لایق دی د ثنا او صفت

ټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي له ده

۵ نورو قومونو ټول خدایان دي بې‌ګټې بتان

خو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه

۶ دی راچاپېره له هغه څخه جلال او لویي

سپېڅلی کور د هغه ډک دی له قوت او ښایست

۷ وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکو

هم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت

۸ ستاینه وکړئ د څښتن د جلالي نامه

راشئ دربار ته د هغه او نذرانه راوړئ

۹ کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه

ای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکې

۱۰ تاسو خبر کړئ قومونه د نړۍ

چې دی څښتن پاچا

نړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نه

او قضاوت به د قومونو کړي انصاف باندې

۱۱ پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او وکړي ځمکه خوښي

شي دې بحیره په غړمبار د خپلو ټولو مخلوقاتو سره

۱۲ شي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سره

د ځنګل ټولې ونې به ووهي بیا د خوشحالۍ چیغې

۱۳ کله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتن

نو په انصاف سره به وکړي قضاوت د نړۍ

او قضاوت د ولسونو عدالت باندې