Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
شپږنوییم زبور
خدای تر ټولو لوی پاچا
(لومړی تواریخ ۱۶:۲۳-۳۳)
۱ څښتن ته ووایئ یوه سندره نوې
ای ټولې نړۍ، څښتن ته ووایئ سندره تاسې
۲ څښتن ته ووایئ سندره او ستاینه یې د نوم وکړئ
اعلان کړئ هره ورځ دا زېری
چې نجات یې دی راکړی مونږ ته
۳ کړئ قومونو ته اعلان د هغه جلال
ټولو خلکو ته اعلان کړئ
د هغه ډېر عجیبه کارونه
۴ ځکه چې لوی دی څښتن
او ډېر لایق دی د ثنا او صفت
ټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي له ده
۵ نورو قومونو ټول خدایان دي بېګټې بتان
خو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه
۶ دی راچاپېره له هغه څخه جلال او لویي
سپېڅلی کور د هغه ډک دی له قوت او ښایست
۷ وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکو
هم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت
۸ ستاینه وکړئ د څښتن د جلالي نامه
راشئ دربار ته د هغه او نذرانه راوړئ
۹ کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه
ای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکې
۱۰ تاسو خبر کړئ قومونه د نړۍ
چې دی څښتن پاچا
نړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نه
او قضاوت به د قومونو کړي انصاف باندې
۱۱ پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او وکړي ځمکه خوښي
شي دې بحیره په غړمبار د خپلو ټولو مخلوقاتو سره
۱۲ شي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سره
د ځنګل ټولې ونې به ووهي بیا د خوشحالۍ چیغې
۱۳ کله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتن
نو په انصاف سره به وکړي قضاوت د نړۍ
او قضاوت د ولسونو عدالت باندې