د زبورونو کتاب

اووه نوییم زبور

خدای ډېر لوی حاکم

۱ څښتن پاچا دی نو وکړه خوښي ای ځمکې

وکړئ خوشحالي ټولو جزیرو او غاړو د بحیرې

۲ ترې چاپېره دي تورې تیارې او ورېځې

ایښودل شوی دی بنیاد د پاچاهۍ یې

په عدالت او په انصاف باندې

۳ اور دی روان یې مخکې

سوځوي یې دښمنان په شاوخوا کې

۴ برېښنا‌ګانې یې نړۍ رڼا کوي

ځمکه چې وویني هغه نو پرې لړزه راشي

۵ ویلې کیږي غرونه د څښتن په مخکې لکه د موم په شان

د ټول جهان د څښتن مخکې

۶ اسمانونه عدالت اعلانوي د هغه

او ټول قومونه یې جلال ویني

۷ ټول هغه خلک چې عبادت کړي د بې‌فایدې بتانو

ویاړ په عبادت چې د بتانو بې‌ارزښتو کړي

هغه به وشرمیږي

ای نورو ټولو خدایانو

وکړئ څښتن ته سجده

۸ ای څښتنه ستا قضاوتونو باندې

په اورېدو یې خوشحالي کوي د صهیون خلک

کوي خوښي د یهودا ښارونه

۹ ځکه چې ته یې متعال ټولې نړۍ ته ای څښتنه

ته یې ډېر لوی ټولو خدایانو څخه

۱۰ ای تاسو خلکو چې کړئ مینه د څښتن سره

نو کوئ کرکه له بدۍ څخه

هغه خوندي ساتي د خپلو وفادارو ژوندون

هم یې له لاسه د بدکارو ژغوري

۱۱ ځلیږي نور په عادلانو باندې

خوشحالي په برخه کیږي د نېکانو

۱۲ ای نېکو خلکو، خوشحالي وکړئ هغو کارو ته

کوم چې څښتن کړي دي

وکړئ شکر د سپېڅلي نوم د هغه