کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
اووه نوییم زبور
خدای ډېر لوی حاکم
۱ څښتن پاچا دی نو وکړه خوښي ای ځمکې
وکړئ خوشحالي ټولو جزیرو او غاړو د بحیرې
۲ ترې چاپېره دي تورې تیارې او ورېځې
ایښودل شوی دی بنیاد د پاچاهۍ یې
په عدالت او په انصاف باندې
۳ اور دی روان یې مخکې
سوځوي یې دښمنان په شاوخوا کې
۴ برېښناګانې یې نړۍ رڼا کوي
ځمکه چې وویني هغه نو پرې لړزه راشي
۵ ویلې کیږي غرونه د څښتن په مخکې لکه د موم په شان
د ټول جهان د څښتن مخکې
۶ اسمانونه عدالت اعلانوي د هغه
او ټول قومونه یې جلال ویني
۷ ټول هغه خلک چې عبادت کړي د بېفایدې بتانو
ویاړ په عبادت چې د بتانو بېارزښتو کړي
هغه به وشرمیږي
ای نورو ټولو خدایانو
وکړئ څښتن ته سجده
۸ ای څښتنه ستا قضاوتونو باندې
په اورېدو یې خوشحالي کوي د صهیون خلک
کوي خوښي د یهودا ښارونه
۹ ځکه چې ته یې متعال ټولې نړۍ ته ای څښتنه
ته یې ډېر لوی ټولو خدایانو څخه
۱۰ ای تاسو خلکو چې کړئ مینه د څښتن سره
نو کوئ کرکه له بدۍ څخه
هغه خوندي ساتي د خپلو وفادارو ژوندون
هم یې له لاسه د بدکارو ژغوري
۱۱ ځلیږي نور په عادلانو باندې
خوشحالي په برخه کیږي د نېکانو
۱۲ ای نېکو خلکو، خوشحالي وکړئ هغو کارو ته
کوم چې څښتن کړي دي
وکړئ شکر د سپېڅلي نوم د هغه