Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
اته نوییم زبور
څښتن د ټولې نړۍ واکدار دی
(زبور)
۱ څښتن ته ووایئ یوه سندره نوې
ځکه کارونه یې عجیبه کړي دي
په خپل قدرت او خپل سپېڅلي ځواک یې
بریالیتوب ترلاسه کړی هغه
۲ اعلان کړی دی څښتن خپل بری
خپل عدالت یې ښکاره کړی دی قومونو ته
۳ تلپاتې مینه او وفا یې خپله
کړله وریاده د اسراییلو قوم ته
د ځمکې یو سر نه تر بله سره
ټولو لیدلی زمونږ د خدای بری
۴ ای ټولې نړۍ، څښتن ته چیغې د خوښۍ ووهئ
د خوشحالۍ په سندرو یې ثنا ووایئ
۵ د رباب ساز څښتن ته وغږوئ
هم سندرې ورته ووایئ رباب سره
۶ د سرني او د پسونو د ښکرو په اوازونو باندې
د خوشحالۍ ووهئ چیغې د څښتن
یعنې د نړۍ د پاچا حضور کې
۷ دریاب دې شي په غړمبار خپلو ټولو مخلوقاتو سره
ځمکه او هرڅوک چې اوسیږي په کې
۸ سیندونه دې وپړکوي خپل لاسونه
او غرونه دې ووایي سندرې د خوښۍ یو د بله سره
د څښتن حضور کې
۹ ځکه څښتن راځي د دنیا د قضاوت دپاره
د نړۍ د خلکو قضاوت به وکړي په عدالت او انصاف