د سلیمان ښکلي غزلونه

څلورم فصل

عاشق

۱ ای زما محبوبې څومره ښکلې یې ته

څومره ښکلې یې ته

سترګې دې دي لکه کوترو په شان

ښکاري ستا د ټیکري تر شا

ستا ویښتان وهي څپې لکه رمه د وزو

چې راکوزیږي د جلعاد د غره نه

۲ ستا غاښونه دي سپینو مېږو په شان

چې وړۍ ترې لېرې شوې او وينځل شوې وي

هر یو غاښ دې دی جوړه د بل یو غاښ سره

یو یې هم نه دی ورک

۳ شونډې دې دي د سرې ټوټې په شان

خوله دې ده ښکلې

ستا اننګي دي د سرو انارو په شان

چې ښکاري ستا د ټیکري شاته

۴ ښکلې ده غاړه ستا داود د برج په شان

ستا غاړکۍ ده ځړېدلې هلته

د جنګیالیو د زرو سپرونو په شان

۵ ستا سینې دي د غرڅه غبرګوني بچیو په شان

چې څریږي د لاله ګلانو منځ کې

۶ ترڅو رارسي سهار او ورکیږي تیاره

زه به ورشمه د مر غره ته

او د قیمتي خوشبویۍ غونډۍ ته

۷ ته بیخي ښکلې یې زما محبوبې

نشته هېڅ عیب په تا کې

۸ ما سره راشه ای زما ناوې د لبنان نه

ما سره راشه د لبنان د غره له څوکې

شه راکوزه د امانه د غره له څوکې

د سنیر یعنې د حرمون د غره له څوکې

چېرته چې دي د زمرو غارونه

او د پړانګانو غونډۍ

۹ زما محبوبې زما ناوې ما نه دې وړی دی زړه

په یو نظر دې زما زړه وړی دی

او د غاړکۍ یو غمی چې اچولې دې ده په خپله غاړه

۱۰ څه خوندوره ده ستا مینه

ای زما محبوبې زما ناوې

څومره ښه ده د شرابو نه ستا مینه

او د هرې بلې خوشبویي نه ستا عطر

۱۱ زما ناوې ستا د شونډو نه شات راڅاڅي

دي پراته شات او شیدې ستا د ژبې لاندې

داسې خوشبویي راځي ستا کالیو نه لکه سروې د لبنان

۱۲ ته زما باغچه یې ای زما محبوبې زما ناوې

خاصه چینه یې ته او پټه شوې فواره یې ته

۱۳ ستا نیالګي دي د انارو باغ په شان

د خوندورو مېوو نه ډک

او پرېمانه بوټي چې حاصل ورکوي

د نکریزو او خوشبویه عطرو په شان

۱۴ تا کې شنه کیږي خوشبویه عطر او زعفران

دالچیني او هر ډول خوشبویه بوټي

لکه مر او عود او ټول ډېر خواږه عطرونه

۱۵ ته چینه یې د باغ او د تازه اوبو څاه

ویالې چې رابهیږي د لبنان له غرو نه

معشوقه

۱۶ راوالوځه ای د شمال باده

او راشه ای د جنوب باده

راوالوځه زما په باغ باندې

او خپره کړه خوشبویي د هغه هرې خواته

خپل باغ ته راشه زما جانانه

او خوندوره مېوه د هغه وخوره