Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه،
د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه،
خو هغه رانۀ غلونه.
۲ خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل،
زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه،
د هغه چا پسې به په چوکونو
او سړکونو کښې وګرځېږمه
چا سره چې زۀ مينه کومه.
نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه
خو پېدا مې نۀ کړونه.
۳ چوکيدارانو زۀ ودرولمه،
کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل.
ما د هغوئ نه تپوس وکړلو،
”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه
چا سره چې زۀ مينه کومه؟“
۴ نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمه
ما خپل جانان پېدا کړونه.
هغه مې راټينګ کړونه
او تلو ته مې پرې نۀ ښودلونه
او ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونه
هغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مور
په ګېډه شوې ومه.
۵ اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئينه،
ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.
محبوبه
۶ چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه
هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟
چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه،
او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟
۷ دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه،
چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان
په پرګله کښې راروان دينه،
د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.
۸ هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه،
او په جنګ کښې هم ماهر دينه،
هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده،
او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د
حفاظت کولو جوګه هم دينه.
۹ سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپاره
د لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه.
۱۰ د هغې ستنې هغۀ د سپينو زرو نه جوړې کړې دينه،
او د هغې چت يې د سرو زرو نه جوړ کړے دېنه،
او د هغې بالښتونه کاسنى دينه.
هغه د يروشلم د پېغلو په مينې سره ښائسته شوې وه نه.
۱۱ اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه،
او سليمان بادشاه وګورئينه
هغۀ هغه تاج په سر کړے دېنه
کوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه،
ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه.