چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د سلیمان ښکلي غزلونه
درېم فصل
۱ د شپې چې زه ومه پرته خپل کټ کې
ما کولو ارمان د هغه چا سره چې مینه لرم
ما کاوه د هغه ارمان خو هغه رانغی
۲ زه به پاڅېږم اوس او وبه ګرځم په ټول ښار کې
په کوڅو او په چوکونو کې
وبه ګرځم د هغه چا پسې چې کوم ورسره مینه
وګرځېدم زه په هغه پسې خو پیدا مې نه کړ
۳ څوکیدارانو ولیدلم زه
کله هغوی چې ګرځېدل په ښار کې
ما پوښتنه وکړه چې تاسو لیدلی هغه کس
چې لرم ورسره مینه؟
۴ څنګه چې لېرې شوم هغوی نه
ما هغه کس پیدا کړ چې مینه لرم ورسره
هغه مې کلک ونیوه او ما پرېنښوده چې لاړ شي
وروسته مې هغه راوستلو د خپلې مور کور ته
هغې کوټې ته چې مې مور وم زېږولی په کې
۵ ای د اورشلیم پېغلو تاسو قسم وخورئ
په غرڅو او ځنګلي هوسیو باندې
تر هغې چې وخت سم نه وي مینه مه راویښوئ
درېم غزل: د عشق خوند
معشوقه
۶ هغه څه شی دی چې راروان دی له بیابان نه
اوچتیږي دوړه لکه ستنې د لوګي په شان
چې راروان دی د مر د عطرو او قیمتي خوشبویۍ سره
د هغو ټولو خوشبویۍ سره چې سوداګر یې راوړي
۷ ګورئ دا دی روان تخت د سلیمان
چې بدرګه کیږي د شپېتو قوي کسانو سره
د اسراییلو د قوي عسکرو سره
۸ هغوی سمبال دي ټول په تورو باندې
او دي ماهر په جنګ کې
د هر یو سره ده توره او تیار دي
چې دي تیار د شپې حملې دپاره
۹ دی جوړ کړی روان تخت سلیمان پاچا
د خپل ځان دپاره د لبنان له لرګو
۱۰ د هغه پایې یې وپوښلې په سپینو زرو باندې
شا یې له سرو زرو څخه
او چوکۍ یې د بانجاني پوښ څخه
دنننۍ برخه یې سینګار شوې وه په مینه
د اورشلیم د پېغلو له خوا
۱۱ بیرون راوځئ ای د صهیون پېغلو!
او وګورئ سلیمان پاچا ته
هغه تاج چې مور یې ایښی ؤ په سر ورته
د هغه د واده په ورځ
د هغه د خوشحالۍ په ورځ