چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د سلیمان ښکلي غزلونه
دوهم فصل
۱ زه د شارون د ډاګ یو ځنګلي ګل یمه
او د درو د لاله ګل یمه زه
عاشق
۲ لکه اغزو کې د لاله ګل په شان
داسې زما محبوبه ده د پېغلو منځ کې
معشوقه
۳ لکه چې ونه د مڼو وي د ځنګل په منځ کې
داسې زما جانان دی د ځوانانو منځ کې
کښېنم خوشحاله د هغو د سیوري لاندې
او مېوه یې خوږه لګیږي زما په خوله کې
۴ هغه زه راوستلم د مېلمستیا سالون ته
او بیرغ د عشق یې زما په سر ودراوه
۵ ما قوي کړئ په کشمشو باندې
او تازه مې کړئ په مڼو باندې
ځکه زه ستا په مینه کې ناروغه یمه
۶ د هغه چپ لاس دی زما د سر لاندې
او په ښي لاس هغه ما غېږ کې نیسي
۷ ای د اورشلیم پېغلو تاسو قسم وخورئ
په غرڅو او ځنګلي هوسیو باندې
تر هغې چې وخت سم نه وي مینه مه راویښوئ
دوهم غزل: د عاشق او معشوقې لېوالتیا یو او بل ته
معشوقه
۸ واورئ زما د جانان اواز
ګورئ هغه دی راروان
هغه ټوپونه وهي غرونو باندې
او وهي منډې په غونډیو باندې
۹ زما جانان دی د غرڅه او یا د هوسۍ د بچي په شان
ګورئ هغه ولاړ دی د دېوال شاته
هغه ګوري د کړکۍ نه
په ځیر ګوري د پنجرې نه
۱۰ زما جانان زما سره خبرې وکړې او راته ویې ویل:
عاشق
زما محبوبې راپاڅه ای زما ښایسته محبوبې
ما سره لاړه شه
۱۱ ګورئ ژمی تېر شو
نور به نه وي باران
۱۲ شول راښکاره ګلان په ځمکه باندې
او رارسېدلی وخت د سندرو
اورېدل کیږي زمونږ وطن کې د کوترو اواز
۱۳ مېوه نیسي د انځرو ونې
غوټۍ نیولې د انګور تاکونو
او ورکوي خوشبویي
زما محبوبې راپاڅه ای زما ښایسته محبوبې
ما سره لاړه شه
۱۴ ای کوترې زما چې ته پټېږې د ګټونو په چاودونو
او د ګړنګ په چاودونو کې ته
پرېږده چې وګورمه مخ ستا
پرېږده چې واورمه اواز ستا
ځکه چې خوږ دی ستا اواز
او ښکلی دی مخ ستا
معشوقه
۱۵ ګیدړان ونیسه زمونږ دپاره
واړه ګیدړان چې خرابوي زمونږ تاکونه
ځکه غوټۍ نیولې زمونږ تاکونو
۱۶ جانان زما او زه د جانان یم
د لاله ګلونو منځ کې خوند اخلي هغه
۱۷ ترڅو رارسي سهار او ورکیږي تیاره
ما نه لاړ شه زما جانانه لکه غرڅه په شان
یا د هوسۍ د بچي په شان په سختو غرونو باندې