د زکریا نبي کتاب

لسم فصل

څښتن د خلاصون وعده کوي

۱ د پسرلي په موسم کې د څښتن نه د باران سوال وکړئ. دا څښتن دی چې ورېځې راولي او باران اوروي او د هرچا پټي شنه کوي. ۲ خلک د بتانو او فال کتونکو نه مشورې غواړي، خو هغوی چې کوم ځواب تر‌لاسه کوي، هغه دروغ او بې‌معنی دی. ځینې خلک د خوبونو تعبیر کوي، خو هغوی تاسو بې‌لارې کوي او هغه تسلۍ چې ورکوي، هغه بې‌ګټې دي. نو خلک د ورکو شویو پسونو په شان سرګردانه دي. هغوی په تکلیف کې دي، ځکه چې شپون نه لري.

۳ څښتن وایي: «زه په هغو شپنو باندې په قهر یم چې په تاسو باندې حکومت کوي، نو زه به هغوی ته سزا ورکړم. د یهودا خلک زما خلک دي او زه مطلق قادر څښتن به په هغوی باندې پام کوم. هغوی به زما دپاره د قوي جنګي اسونو په شان وي. ۴ په هغوی کې به حاکمان، مشران او قوماندانان پیدا شي چې زما په خلکو باندې به حکومت کوي. ۵ د یهودا خلک به د هغو عسکرو په شان بریالي وي چې خپل دښمنان د کوڅو د خټو په شان تر‌پښو لاندې کوي. هغوی به جنګیږي، ځکه چې څښتن د هغوی سره مل دی او تر دې چې هغوی به د دښمن اس سوارانو ته هم ماتې ورکړي.»

۶ زه به قوي کړمه د یهودا خلک

زه به وژغورمه د اسراییلو خلک

کوم به رحم په هغوی باندې

هغوی به ټول راولم بېرته خپلو کورونو ته

هغوی به وي داسې لکه چې نه مې دي رد کړي کله

زه څښتن خدای یمه د دوی او قبلوم به دعاګانې د دوی

۷ داسې به وي د اسراییلو خلک لکه قوي عسکرو په شان

وي به خوشحاله داسې د هغو خلکو په شان

چې یې وي څښلي شراب

یادوي به اولاده د هغوی دا کامیابي

څښتن چې کړي دي څه په دې خوشحاله به وي

۸ زه به نارې وهمه خپل قوم ته

او سره راټول به یې کړم

زه به وژغورم هغوی

او د پخوا په شان به یې زیات کړمه زه

۹ سره له دې چې مې خپاره کړل هغوی نورو قومونو کې

خو دوی به یاد کړي ما لېرې ځایونو څخه

ژوندي به پاتې شي هغوی او اولادونه د دوی

او بېرته به راشي خپل وطن ته هغوی

۱۰ هغوی به راولمه له سوریي او مصره

او کړم به مېشته په خپل وطن کې هغوی

زه به مېشته کړمه هغوی هم په جلعاد او په لبنان کې

ځکه چې نه به وي کافي ځایونه په خپل وطن کې

د هغوی دپاره

۱۱ کله چې تېر شي هغوی د سختیو له دریاب څخه

زه څښتن به کړم خاموشې څپې

او شي به وچې د نیل ژورې اوبه

شي به مات غرور د آشور

او خپل قدرت به بایلي هغه قوي مصر

۱۲ زه به خپل قوم قوي کړم

هغوی به کاندي عبادت او اطاعت زما څښتن داسې ویلي.