د زکریا نبي کتاب

نهم فصل

د اسراییلو دښمنانو ته سزا

۱ دا د څښتن پیغام دی: هغه د حدراخ او دمشق ښار ته د سزا ورکولو فرمان ورکړی دی. ځکه چې د څښتن سترګې په ټولو خلکو او د اسراییلو په ټولو قبیلو باندې دي. ۲ د حمات ښار چې د حدراخ سره سرحد لري او همدارنګه د صور او صیدون ښارونه د خپلو ماهرینو سره هم د هغه دي. ۳ صور د خپل ځان دپاره قوي کلا جوړه کړه او سپین زر یې لکه د خاورو په شان او سره زر یې لکه د کوڅو د خټو په شان راټول کړل. ۴ خو اوس به څښتن د هغه نه مال او جایداد واخلي، د هغه نظامي قدرت ته به په بحیره کې ماتې ورکړي او ښار به وسوځول شي.

۵ د اشقلون ښار به دا وویني او وبه وېریږي. د غزې ښار به دا وویني او په یو لوی عذاب به اخته شي. همدارنګه د عقرون د ښار هیلې به له منځه لاړې شي. غزه به خپل پاچا له لاسه ورکړي او په اشقلون کې به نور څوک نه اوسیږي. ۶ په اشدود کې به د مختلفو نژادونو خلک اوسیږي. څښتن وایي: «زه به د فلسطینیانو غرور له منځه یوسم. ۷ هغوی به نور هغه غوښه نه خوري چې وینه په کې وي او د هغوی د غاښونو نه به حرام شیان راوباسم. ټول ژوندي پاتې شوي فلسطینیان به زما د قوم یوه برخه شي او هغوی به د یهودا د قبیلې د یوې طایفې په شان وي. عقرون به لکه د یبوسیانو په شان زما د خلکو یوه برخه شي. ۸ زما سترګې به زما په کور باندې وي او یرغلګر لښکر به پرېنږدم چې د هغه په لاره باندې تېر شي. زه به ظالمان پرېنږدم چې نور زما په خلکو باندې ظلم وکړي. ما د خپل قوم کړاوونه لیدلي دي.»

راتلونکی پاچا

۹ خوشحالي کوئ، خوشحالي کوئ ای د صهیون خلکو

د خوشحالۍ ووهئ چیغې ای د اورشلیم خلکو

ګورئ، دی راروان ستاسو پاچا تاسو ته

هغه عادل دی او ژغورونکی دی

خو دی خاکسار هغه او سپور دی په خره باندې

یعنې په کوټي باندې ۱۰ څښتن وایي:

زه به کړم ورکې جنګي ګاډۍ د اسراییلو نه

او د اورشلیم نه جنګي اسونه

هغه لیندې به زه له منځه یوسم

چې ورنه کار اخیستل کیږي جنګ کې

سوله به راولي ستاسو پاچا د قومونو منځ ته

هغه به کاندي پاچاهي یو بحیرې نه بلې بحیرې پورې

د فرات له سینده د دنیا تر اخر سره پورې

۱۱ د هغه تړون په خاطر چې مې کړی دی تاسو سره

چې مهر شوی د قربانۍ په وینو

زه به خلاص کړمه ستا خلک

چې اسیران دي پردو ملکونو کې

د جلاوطنۍ نه چې دی د وچې څاه په شان

۱۲ ای اسیرانو د چا چې شته د ازادۍ هیله

راستانه شئ بېرته خپلې قوي کلا ته

زه کړم وعده تاسو لیدلی چې کوم کړاو دی

د هغې به درکړم دوه چنده برکت تاسو ته

۱۳ د یهودا نه به زه کار واخلمه

د عسکرو د لیندې په شان

او د اسراییلو نه لکه د غشو په شان

کار به واخلم د صهیون له خلکو لکه د تورې په شان

چې وکړم جنګ د یونان خلکو سره

د خدای د قوم بیا رغېدنه

۱۴ شي راښکاره به څښتن د خپل قوم دپاسه

ولي به غشي هغه لکه برېښنا په شان

سرنی به ووهي څښتن تعالی

هغه توفان کې راروان به وي جنوب له خوا نه

۱۵ مطلق قادر څښتن به ساتي خپل قوم

او دوی به تباه کړي خپل دښمنان

او شي به کامیاب خپلو مچنوغزو سره

هغوی به چیغې وهي جنګ کې شرابیانو په شان

هغوی به ډک وي له خوشحالۍ نه

لکه کاسه چې وي له وینې ډکه

چې شیندل کیږي د قربانګاه په کنجونو باندې

۱۶ کله چې راشي هغه ورځ، څښتن به ژغوري خپل قوم

لکه شپانه چې ژغوري خپلې رمې له خطر

هغوی ځلیږي به په خپل وطن کې

لکه په تاج کې د غمیو په شان

۱۷ هغه وطن به وي څومره ښه او ښکلي

په غلو او په شرابو به یې قوي شي ځوانان