کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ نو بیا د صور پاچا حیرام، داود ته خپل استازي ورولېږل، د هغوی سره ګلکاران او نجاران هم وو. هغوی د سبر د ونو لرګي راوړل، ترڅو داود ته ماڼۍ جوړه کړي. ۲ نو داود پوه شو چې څښتن د هغه پاچاهي په اسراییلو باندې ټینګه کړې ده او د هغه پاچاهي د خپل قوم یعنې د اسراییلو په خاطر نېکمرغه کیږي.
۳ وروسته له دې چې داود اورشلیم ته کډه وکړه، هغه د نورو ښځو سره ودونه وکړل او نور زامن او لورګانې یې وزېږېدلې. ۴ دا د داود اولادونه دي چې په اورشلیم کې زېږېدلي دي: شموع، شوباب، ناتان، سلیمان، ۵ ایبحار، الیشوع، الیفالط، ۶ نوجه، نفج، یافیع، ۷ الیشمع، بعلیاداع او الیفلط.
۸ کله چې فلسطینیانو واورېدل چې داود د اسراییلو په ټول هېواد باندې د پاچا په توګه ټاکل شوی دی، هغوی د پوره قوت سره ووتل چې داود ونیسي. خو داود د هغوی د پلان څخه خبر شو او لاړ چې په جګړه کې ورسره مقابله وکړي. ۹ نو فلسطینیان راغلل او د رفاییم په دره یې حمله وکړه. ۱۰ داود د خدای نه پوښتنه وکړه: «ایا په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟ ایا ماته به بری راکړې؟» څښتن ځواب ورکړ: «هو، ورباندې حمله وکړه! زه به تاته بری درکړم!» ۱۱ نو داود بعل فراسیم ته لاړ او هلته یې فلسطینیانو ته ماته ورکړه. هغه وویل: «خدای زما په لاسونو د دښمنانو کرښې ماتې کړې.» نو هغه ځای د بعل فراسیم په نوم یاد شو. ۱۲ کله چې فلسطینیان وتښتېدل، بیا داود خپلو لښکرو ته امر ورکړ: «هغه بتان چې د فلسطینیانو څخه پاتې شوي دي، وسوځوئ.»
۱۳ څه موده وروسته فلسطینیان بېرته درې ته راستانه شول او بیا یې حمله پیل کړه. ۱۴ داود یوځل بیا د خدای سره مشوره وکړه، خدای ځواب ورکړ: «د دې ځای نه حمله مه کوه، بلکې د شا له خوا ورباندې راتاو شه او د بلسام ونو ته مخامخ په هغوی باندې حمله وکړه. ۱۵ کله چې دې د بلسام د ونو په سر کې د قدمونو اواز واورېده، نو بیا په بیړه حمله وکړه، ځکه چې دا به دا معنی ولري چې زه ستا په مخکې روان یم چې د فلسطینیانو لښکرو ته ماتې ورکړم.» ۱۶ نو څنګه چې خدای داود ته حکم کړی ؤ، هماغسې یې وکړل او فلسطینیان یې د جبعون نه تر جازر پورې په ټوله لاره کې تعقیب کړل او ویې وژل.
۱۷ نو داود په ټولو هېوادونو کې مشهور شو او څښتن د دې سبب شو چې ټول قومونه د هغه څخه ووېریږي.