د لومړي تواریخ کتاب

شلم فصل

د ربه فتح

(دوهم سموییل ۱۱: ۱، ۱۲: ۲۶ - ۳۱)

۱ د بل کال په پسرلي، یعنې د کال په هغه وخت کې چې اکثره وخت پاچاهان جګړې ته ځي، د اسراییلو لښکر د یوآب تر قوماندې لاندې حرکت وکړ او د عمون هېواد یې وران کړ. هغه د ربه ښار کلابند کړ، بیا یې ورباندې برید وکړ او په کنډوالو یې بدل کړ. خو داود په اورشلیم کې پاتې شو.

۲ وروسته داود د ربې ښار ته راغی. هلته یې د عموني پاچا د سر نه د سرو زرو تاج واخیست او په خپل سر یې کېښود. یوه قیمتي تیږه په کې وه او خبر شو چې د تاج وزن شاوخوا څلوردېرش کیلوګرامه ؤ. همدارنګه هغه د هغه ښار نه په زیاته اندازه غنیمت لاسته راوړ. ۳ د هغه ځای خلک یې راوویستل، هغوی یې په ارو، کلنګونو او تبرونو سمبال او په سختو کارونو باندې یې وټاکل. داود د عمون د ټولو ښارونو د خلکو سره همدغه شان عمل وکړ. وروسته بیا داود او د هغه ټول لښکر اورشلیم ته ستانه شول.

د فلسطیني جنګیالیو سره جګړه

(دوهم سموییل ۲۱: ۱۵ - ۲۲)

۴ یو څه موده وروسته په جازر کې د فلسطینیانو سره جګړه رامنځته شوه. د دې جګړې په دوران کې حوشاتي سبکای د رافا د لوړ قدو اولادې څخه یو تن چې سفای نومېد وواژه او فلسطینیانو ماتې وخوړه.

۵ د فلسطینیانو سره په یوه بله جګړه کې د یاییر زوی الحانان، لحمي وواژه. لحمي د جلیات ورور ؤ او له جت څخه ؤ. د لحمي سره یوه نېزه وه چې د هغې لاستی د اوبدلو د دستګاه د میلې په شان ؤ.

۶ وروسته بیا په جت کې یوه بله جګړه وشوه. په هغه ځای کې یو لوړ قدی سړی ؤ چې لاسونو او پښو یې شپږ، شپږ ګوتې درلودلې چې ټولې څلورویشت ګوتې وې، هغه هم د رافا د لوړ قدو له اولادې څخه ؤ. ۷ کله چې هغه اسراییلیانو ته پېغور ورکړ، د داود وراره یوناتان چې د شمعا زوی ؤ هغه یې وواژه.

۸ دغه درې تنه په جت کې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه وو او هغوی د داود او د هغه د سړیو له خوا ووژل شول.